لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د بشري حقونو کمسیون د هېواد په ورستي صورتحال تشویش څرګند کړی


 اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ انلاین غونډې ته وویل د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې لري
 اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ انلاین غونډې ته وویل د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې لري

د افغانستان د بشري حقونو کمسیون د ملک په ورستي صورتحال اندیښمني څرګنده کړې، په جګړه کې ښکیلو فريقېنو یې غږ کړی چې د جګړې د قواعدو او د بشرپالنې نړیوالو قوانینو ته دې جدي پام وکړي او خپل مسایل باید د خبرو او مذاکراتو له لارې هوار کړي.

بلخوا د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو غوڼدې ته ویلي چې طالبان اوس هم د القاعده او نورو وسله والو ډلو سره تعلق لري.

اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ انلاین غونډې ته وویل د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

د ده په وینا "طالبانو نه یوازې دا چې د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکه نه ده پرې کړې، بلکې ددغه ډلې کوربه توب کوي او عملا د جګړو په کرښو کې له دوی سره حضور لري. نه یوازې دا چې جګړې یې کمې کړې نه دي بلکې شدت یې پکې راوستی او د سولې خبرې یې په ټپه درولې دي."

د افغانستان د انساني حقونو کمسیون په ملک کې په حالاتو اندېښمنې په داسې حال کې څرګنده کړې ده چې د افغان امنیتي ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ په بېلا بېلو ولایتونو کې د جګړې رپورټونه مخې ته راځي او د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازې ډیبرا لاینز ویلي د افغانستان په ۳۷۰ ولسوالیو کې ۵۰ نه زیاتې ولسوالۍ طالبانو نیولي.

مېرمن لاینز د ملګرو ملتونو سکیورټي کاونسل غوڼدې ته د وېنا په مهال وويل د طالبانو په ولکه کې زیاتره ولسوالۍ د ولایتي مرکزونو چاپیره پرتې دي او ښايي د نړیوالو ځواکونکو د مکمل انخلا ورستو طالبان ولایتي مرکزونو د نیولو دپاره ځان تیاروي.

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په لسو ولایتونو کې ځايي خلک د طالبانو په ضد راپاڅېدلي دي او دا چې دفاع وزارت د طالبانو خلاف د جنګېدونکو خلکو کومک کوي.

ډیبرا لاینز او هم د افغانستان د بشري حقونو کمسیون د ملګرو ملتونو پر سازمان او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګټه پورته کړي

کمسیون وویل د جګړې دوام او د سولې خبرو نامعلوم برخلیک په افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدلو، د ولسوالیو لاس په لاس کېدلو او د ملکیانو پر بې ځایه کېدلو باندې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا اندیښنه ښودلي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. کمیسیون ویلي طالبانو، ولسي پاڅونوالو او افغان ځواکونو ته په کار ده چې ټولو نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او په خپلو جګړو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه ړوي.

کمیسیون وایي د جګړې سختیدل او د تاوتریخوالی پراخیدل، هره ورځ د ملکي مرګ ژوبلې او د هیواد د بنسټونو د لا نړیدو سبب ګرځي .

د بشري حقونو کمیسیون کمیشنر او ویاند شکور الله مشکور وایي دغه کمیسیون غواړي چې د مسایلو د هواري لپاره دې د تر ټولو رغونکي، اخلاقي او ښې لارې په توګه په خبرو اترو او مذاکراتو باندې ټینګار کړی دی .

ښاغلي مشکور وایي "کمیسیون یو ځل بیا له ملګرو ملتونو سازمان او په افغانستان کې په جګړې او سولې د اغیز لرونکو بنسټونو او بین المللي ټولنې غواړي چې مخکې له دي چې اوسنی وضیعت د لا ډیرو وژنو،ویجاړۍ او انساني فاجغو سبب شي له خپلو ټولو امکاناتو فرصتونو او ظرفیتونو څخه د تاوتریخوالي او جګړې د پای ته رسولو لپاره ګټه پورته کړي."پ

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي څیړونکی فیض ځلاند وایي طالبان د جګړې په شدت غواړي د پرمختګونو له لارې د سولې راتلونکو ناستو کې د زیات امتیاز اخیستو هڅه ده.

ځلاند وایي " طالبان په دې وروستیو کې د خبرو او جګړې د تګلارې په خپلولو سره کوښښ کوي څو د جګړې په ډاګر کې د پرمختګونو له لارې د سولې په راتلونکي ناستو کې امتیازګیري وکړي."

که څه هم وسله والو طالبانو مخکې د القاعده شبکې په ګډون له نورو تروریستي ډلو سره د ارتباط لرلو موضوع رد کړې ده خو د جګړو شدت او زیاتوالي یې عام افغانان د سولې له پروسې څخه ناهیلي کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG