لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانان وايي هېواد د خپلواکۍ ورځ یې په خوشحالۍ ولمانځله


جمهوررئیس غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیاء یې ملتیا کوله او د بانډو ټیم ملي سرود یې غږاوه، او د خپلواکۍ ګټوونکي غازي امان‌الله خان په درناوي یې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ په کېښودو یې یاده ورځ پیل کړه
جمهوررئیس غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیاء یې ملتیا کوله او د بانډو ټیم ملي سرود یې غږاوه، او د خپلواکۍ ګټوونکي غازي امان‌الله خان په درناوي یې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ په کېښودو یې یاده ورځ پیل کړه

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو د خپلواکۍ سږنۍ 101 کلیزه د سولې له هیلو سره یو ځای ولمانځله.

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په مختلفو ولایتونو کې د زمري پر 28 مه چې د اګست د 18 سره برابر ده د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو 101 کالیزه په بیلایبلو مراسمو ولمانځل شوه.

ولسمشر غني د دغې ورځې په ویاړ د خپلواکۍ څلي ته لاړ او هلته یې د ګلونو ګېډۍ کیښوده.

جمهوررئیس غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیاء یې ملتیا کوله او د بانډو ټیم ملي سرود یې غږاوه، او د خپلواکۍ ګټوونکي غازي امان‌الله خان په درناوي یې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ په کېښودو یې یاده ورځ پیل کړه.

په دغو مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د وسله‌ وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هیوادونو ځینو سفیرانو او استازو هم ګډون درلود.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د دغې ورځې مبارکي ویلي ده او دا ستره ملي او تاريخي ورځ یې د افغان ملت له برم او ارزښتنو څخه د ډک تاريخ ښکارندویي بللي. د ملي خپلواکۍ بری یې د کلک عزم او پاک هدف محصول ګڼلی او ویلي دي افغان ملت د سولې د ټينګښت لپاره ستر عزم او کلکه اراده لري.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ویلي ده او ویلي دي چې خپلواکي د افغانانو د قربانیو محصول دی، چې ټول هېواد پرې ویاړي.

ښاغلي عبدالله ویلي دي د خپلواکۍ بېرته ګټلو ورځ په داسې حال کې راځي، چې د 42 کاله جنګ او جګړو وروسته، په هېواد کې سولې ته نږدې شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د لومړۍ غونډې شاهدان اوسو، تمه لرم چې له دې فرصت څخه به ښه استفاده وکړو.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د خپلواکۍ د 101 کلیزې په ویاړ په یو پیغام کې ویلي د استقلال ورځ دې د ټولو مبارک شي او په دې ورځ یې پر طالبانو هم غږ وکړ چې د پردیو له حکم څخه ځانونه اخلاص او په خپل وطن کې په عزت او غرور سرلوړی ژوند وکړي، څو په ګډه زله ګډو دښمنانو خپله ازادي وساتي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ،چې داخلي اړخونه دې د خپلواکۍ لپاره د ولس غوښتنې ومني.

خبرپاڼه کې راغلی په داسې حال کې له انګليسي استعمار څخه د خپلواکۍ بېرته اخيستلو له امله خلکو ته مبارکي وایي چې د دوى په خبره، د کاميابۍ درشل ته نږدې شوي دي.

بل خوا یاده ورځ په ټول هیواد کې ولسي خلکو د سولې د هیلو سره مله د بیلابیلو پروګرامونو په جوړولو سره ولمانځله او خوشالئ یې څرګندې کړې

حسیب الله خپلواک وایي چې ازادي خو د ټولو د عزت خبره ده او د وینو په قیمت خلکو او افغانانو ګټلي ده حسیب زیاتو ي "ازادي خو د ټولو د عزت خبره ده او د وینو په قیمت خلکو او افغانانو ګټلي ده ،موږ ډیر خوښ او خوشاله یو او ددغې ورځې څخه په شانداره مراسمو سره نمانځنه کوو، ډیر ښه او خوشاله احساس لرو، او د خوشالي نه په جامو کې نه ځایېږو، خدای چې د وکړي ، چې په هیواد کې مو هم امن او سوله راشي"

په ځینو نورو پروګرامونو کې عام خلک وایی چې د سږ کال د ازادۍ کلیزه ځکه په شو مراسمو سره لمانځل کیږي چې موږ تر بل هر وخت سولې ته نږدي شوي یو د ازادۍ د 101 کالیزې د لمانځغونډې یو تن ګډونوال زیاتوي"د تیرو کلو پر پرتله سږ کال هم په شاندارو مرایږسمو سره ولمانځل شوه علت یې دا وو چې سږ کال موږ سولې ته ډیر نږدې شوي یو، بین الافغاني خبرې به پیل کیږي تمه ده چې دغه کال د سولې او خوشالۍ کال شي"

ویناوالو په خپلو خبرو کې د افغانستان د خپلواکۍ د اتلانو یادونه کوله او ویل یې چې د افغانستان حکومت دیته ژمن دی چې د خپلې خاورې خپلواکي به وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو پیلېدو په موخه حکومت وروستی خنډ د هغو حکومتي اسیرانو خوشې کول یادوي چې له طالبانو سره بندیان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG