لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سوله: د استانبول غوندې په اېجنډا بحث شوی او د جمهوریت له خوا واحده مسوده جوړه شوې


زلمی خلیلزاد کابل ته تللی او بیا له مختلفو ډلو او مشرانو سره خبرې کوي
زلمی خلیلزاد کابل ته تللی او بیا له مختلفو ډلو او مشرانو سره خبرې کوي

د افغانستان د سولې عالي شورا د لسګونو مسودو د څېړلو وروسته، د سولې دپاره یوه واحده مسوده برابره کړې ده چې د سولې په مذاکراتو کې به د افغانستان د جمهوري نظام مشترک دریځ څرګندوي.

د افغانستان د مصالحي عالي شورا وایي چې د استانبول کنفرانس په درشل کې یې، د افغانستان د جمهوري نظام له اړخه د سولې دپاره یوه واحده مسوده چمتو کړې ده. دې شورا ته د افغانستان سیاسي ګوندونو او ډلو له خوا لسګونه مسودې رسېدلې وې او په تېرو څو ورځو کې یوې کمیټې ورباندې کار کاوه چې د دې ټولو د منځه د جمهوري نظام په استازیتوب یوه مسوده برابره کړي او د سولې مذاکراتو کې یې نړېوالو او طالبانو ته وړاندې کړي.

که څه هم د کمیټې لخوا دغه نهایي شوې مسوده د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تر اوسه په رسمي توګه نده منظوره کړې او نه یې جزییات په رسمي بڼه اعلان شوي دي، خو د یادې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي چې ډاکټر عبدالله د یوې واحدې مسودې د بشپړېدو له امله خوشحالي څرګنده کړې ده.

بل اړخ ته یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې ګني په دې مسودې کې د افغانستان د آینده دپاره د سولې درې کلن عبوري حکومت وړاندیز شوی دی. بي بي سي لیکلي چې د دې نهایي شوې مسودې یوه نسخه ورته رسېدلې ده او بل دا چې د مسودې د یوې برخې په بنیاد، د سولې حکومت په سر کې به صدر وي چې څلور نایبان به ولري، یوه نایبه به یې ښځه وي. دا حکومت به د بشپړې سولې دپاره لاره هواروي او انتخابات به ترسره کوي. خو بیا هم، د مسودې دا جزییات تر اوسه نه دي تایید شوي.

د استانبول غونډې اېجنډا

د افغانستان حکومت وایي چې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد دوی ورسره د استانبول د غونډې په اېجنډا بحث کړی دی. د افغانستان نایب صدر امرالله صالح د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چي ښایي په همدې هفته کې په ترکیه کې د افغانستان د سولې غونډه وشي. هغه دا هم وویل چې د مذاکراتو اول پړاو به په ارزښتونو یا اصولو باندې خبرې وي او طالب ته په کار ده چې افغانستان کــُل او ځان د هغه جزء وگڼي.

افغان نایب صدر امرالله صالح
افغان نایب صدر امرالله صالح

ښاغلي صالح زیاته کړه: «زه نه پوهېږم چې مونږ به د اصولو په سر لس ورځې مذاکره وکړو، شل ورځې مذاکره وکړو، یوه میاشت مذاکره وکړو.. خو تر هغو چې طالب نه وي منلي چې جزء دي او ټینګار یې په دې وي چې کـُل دي، مذاکرات به یو ګام هم مخ ته ولاړ نشي.»

بل اړخ ته د افغانستان یو خصوصي ټلي وېژن، طلوع نیوز، دعوه کوي چې امریکا، قطر، ترکي، او ملګرو ملتونو د استانبول غونډې اصولنامه د افغانستان د جمهوري نظام او طالبانو استازو ته سپارلې ده چې یوه کاپي یې طلوع نیوز ته هم رسېدلې ده. طلوع نیوز پخپل رپوټ کې ویلي چې دا اصولنامه، نهه مادې لري او تمه ده چې د سولې په خبرو کې شاملې ډلې د ترکيې له غونډې وړاندې په هغه سره سلا شي او په استانبول کې ورباندې توافق وکړي.

رپوټ زیاتوي چې په دې اصولنامه کې په دایمي ډزبندۍ، د ګډو کارونو په ترسره کولو، د عبوري حکومت په جوړولو، د شهریانو په برابرو حقونو، اقتصادي منصوبو او نورو مسایلو ټینګار شوی دی. د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی او د سولې په تړاو بیا هم له مختلفو افغان مشرانو او سیاسي ډلو سره په کتلو بوخت دی.

که څه هم ویل کیږي چې د استانبول غونډه به د اپریل میاشتې په شپاړسمه جوړه شي، مګر طالبانو تر اوسه په دې غونډه کې د خپلو استازو د برخې اخیستو تایید ندی کړی.

په ورته وخت کې د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن به دا هفته براسېلز ته ځي چېرته چې هغه به د نېټو له اتحادیانو سره د افغانستان او یو شمېر نورو نړېوالو مسایلو باندې خبرې وکړي. د رائټرز خبري ادارې د امریکایي ذرائعو په حواله ویلي چې په براسېلز کې به په دې خبرو کې د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن هم موجود وي او د افغانستان ترڅنګ، د ایران او روس په اړه موضوعات به هم وڅېړل شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG