لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي طالبانو سره خبرو شروع کوولو دپاره یو حکومتي پلاوې قطر ته رسېدلی


په افغانستان کې امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبان مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر د قطر کې امن لوظنامه لاس لیک کوي
په افغانستان کې امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبان مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر د قطر کې امن لوظنامه لاس لیک کوي

په قطر کې طالبانو سره د خبرو شروع کولو دپاره د افغان حکومت یو پلاوی دوحه ته رسېدلی دی او بل به زر ور ورسي او د افغان حکومت مشر مرکچي معصوم ستانکزي ویلي د فریقینو مذاکرات به زر پېل شي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر، معصوم ‏ستانکزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سولې خبرو موخه به پرمختللی، آزاد او متحد افغانستان وي چې په کې د هېواد د ټولو وګړو حقونه خوندي وي.

بلخوا د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مرستیال عزیزالله محمد امریکا غږ ډيوه راډيو ته وویل، چې د حکومت یو هیئت قطر ته تللی او بل ورپسې دی.

ښاغلي دین محمد زیاته کړه "بندیان د خوشي کیدو په حال کې دي ، زیات یې خوشي شول ، دا مذاکراتو په شروع کیدو کې لوی خڼډ و، دغه دی لرې کیږي، کوم پلاوی چې د مذاکرې لپاره تعیین شوی دی هغه تر اوسه په کابل کې دی او یو مقدماتي پلاوی تللی دی او دا پلاوی به سبا، یا بل سبا یا په دې نږدې ورځو کې دوحې ته لاړ شي."

طالبانو مخکې ټینګار کاوه چې هغه وخت به د افغانانو په خپل منځي خبرو کې برخه اخلي چې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې له تړون سره سم د دوی هغه پنځه زره زندانیان د افغانستان له زندانونو خوشې شي چې دوی یې افغان حکومت ته لېست ورسپارلی دی.

د افغان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وايي ،طالبانو افغان کمانډو ځواکونه خوشې کړي او له دغې ډلې سره نور هېڅ کمانډو سرتیری نه دی پاتې.

ښاغلي صالح په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د هغو خطرناکو طالب بندیانو په اړه چې فرانسې او نورو هیوادونو پرې اعتراض درلود له ناټو سره یې خبرې کړي تر څو له دغو هیوادونو سره همغږي وکړي.

ښاغلي صالح وویل : ((تر هفې وخته چې زموږ کماندویان تبادله شوي نه وو، هغوی موږ ته په عینو مینه کې تسلیم شول،موږ هلته لاړو د هغوی هوئت مو چیک کړ،د هغوی له کورنیو سره مو دوی پر ټلیفون وغږول ،معلومه شوه ،چې زموږ کماڼدویان دي ، زموږ زړه بې غمه شو، چې د طالبانو سره موږ نور د کماڼډو بندیان نه لرو ، له هغې وروسته مو موافقه وکړه ، چې ورو ورو پاتې بندیان خوشي کړو، د فرانسې اعتراض هم پر حقه وو، له ناټو مو غوښتي ، چې له دغو هیوادونو سره په همغږۍ دې په ډې اړه تصمیم ونیسي.))

د افغان حکومت سرچینو د هغو بندیانو په اړه ، چې اعتراض پرې موجود دی رويټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه ۷ طالب بندیان د بهرنیو سرتېرو په وژلو تورن دي او د طالبانو په غوښتنه به ډېر ژر خوشې او قطر ته ولېږدول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG