لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګڼ شمېر افغانانو په لندن، واشنګټن او کلیفورنیا کې د ایران خلاف احتجاجونه وکړل


احتجاج کوونکو نعرې وهلې چې له افغان کډوالو سره بدچلندکوونکي ایراني چارواکي دې عدالت ته وسپارل شي

د امریکا په سرښار واشنګټن ډي سي او د دې هېواد د کلیفورنیا ریاست په سکرامېنټو ښار کې د اتوار/یکشنبې په ورځ ګڼ شمېر افغانانو د ایران خلاف لاریونونه وکړل.

دغه احتجاجونه په ایران کې د افغانانو د وژل کېدو وروستیو پېښو ته په غبرګون کې و او مظاهره چیانو پکې د ایران د حکومت او مشرتابه خلاف نعرې وهلې.

په مظاهره چیانو کې یو شمېر یې ایرانیان و چې د ایران د حکومت د کړنو غندنه یې کوله
په مظاهره چیانو کې یو شمېر یې ایرانیان و چې د ایران د حکومت د کړنو غندنه یې کوله

د وي او اې افغانستان سروېس د رپوټ ترمخه، په دې مظاهرې کې د افغانانو سربېره، یو شمېر ایرانیان او د نورو ملکونو شهریانو هم برخه اخېستې وه.

لس ورځې وړاندې په سوشل مېډیا يوه ويډيو وائرل شوې وه چي پکښي په يو ګاډي اور لګيدلی و. د رپورټونو مطابق دغه پيښه د ايران په يزد صوبه کې شوې وه چرته چې درې افغان کډوال وژل شوي او پنځه نور په سوځیدلي حالت کې روغتون ته وړل شوي و. ویل کیږي چې په هغه سوځېدلي ګاډي کې یو پاکستانی شهري هم و. د دې پيښي نه څو ورځي وړاندې، افغان چارواکو د ايران پوله ساتونکو باندې دا تور پورې کړی و چې ۴۵ افغان مزدوران یې په جبر سره د سیند په اوبو کې لاهو کړي و. د دې پېښو په اړه د دواړو غاړو له اړخه د پلټنو خبرې مخې ته راغلې، خو تحقيقاتي رپورټ یې تر دې دمه نه دی عام شوی.

په ایران کې د افغانانو سره د چال چلند په تنقید، افغانستان کې هم څو ورځې مخکې قهرجنې مظاهرې وشوې.

اوس د دې مظاهرو لمن له افغانستانه بهر پراخه شوې او د اتوار په ورځ د واشنګټن ډي سي سربېره، په کلیفورنیا او د برتانیې په لندن ښار کې هم ایران ضد مظاهرې وشوې.

دوی د امريکا تر څنګ د نورو هيوادونو او نړيوالو ادارو نه غوښتنه کوله چي په ايران دې د افغان کډوالو د حقوقو په اړه زور راوړي.

د کليفورنیا ریاست په سکرامېنټو ښار کې د ګورنر ګيون نيوسم دفتر مخي ته احتجاجي غونډه په دي سيمه مېشت افغان ټولنې جوړه کړه.

احتجاج کوونکو د افغانستان بيرغ او رنګ رنګ پيغامونو نه ډکې بينرې په لاس کې نيولې د ايران د حکومت پر ضد او د افغانانو د بشري حقونو په حق کې یې نعرې وهلې.

احتجاج کوونکي په سکرامېنټو بازار کې د يو علامتي لاريون وروسته، خواره شول.

په کلیفورنیا کې د افغانانو د احتجاج په اړه د ډېوه خبریال، راشد خټک رپوټ دلته لیدلی شئ:

د کلیفورنیا په سکرامېنټو ښار کې د افغانانو مظاهره
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

XS
SM
MD
LG