لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ټیمونه، خپل منځ کې د شپږو لوبو سیریز پیلوي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله، سږکال د اگست په میاشت کې ایرلنډ ته ولاړه شي او د هغه هیواد د کرکټ لوبډلې سره، شپږ لوبې وکړي.

په دې شپږو لوبو کې به، درې یې ټي ټونټي یا شل آوره لوبې، او درې نورې به یې او ډي آیی، یا یو ورځینۍ لوبې (پنځوس آوره) وي. دا لوبې د اگست په ٢٠مه نیټه، پیل شي چې لومړۍ درې شل آوریزه لوبې، د ایرلنډ په بریډي ښارگوټي کې، او درې پنځوس آوریزه لوبې به په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.

ایرلنډ او افغانستان همدا څو میاشتې مخکې، د ټیسټ میچونو په برخه کې د نړۍ یوولسم او دوولسم ملکونه وگرځیدل. دواړو ټیمونو له خپلو سیالانو سره لومړي ټیسټ میچونه وکړل، خو لوبې یې ونه گټلې. له دې ناکامۍ سره سره، خو دواړو ته په راتلونکې کې د پرمختگ لارې پرانیستل شوي او ښه چانسونه په مخ کې لري.

ایرلنډ او افغانستان دواړو خپل لومړۍ ټیست لوبې، د هند ټیم ته وبایلودې.

د افغانستان کرکټ ټیم به په اگست میاشت کې د ایرلنډ دوره کوي او د ایرلنډ د ټیم روزونکی (کوچ)، گراهام فورډ، وایي چې دې سیریز کې به دواړو ټیمونو ته د ودې او تجربې اخیستلو ښه موقع په لاس ورشي. فورډ وایي: «د افغانستان سیریز به د یوې ښې تابیا چانس وي، ځکه موږ ته به د دې سیریز په شپږو لوبو کې، د کرکټ د یوې غوره کچې سیال سره د مقابلې موقعه راکړي.»

تر دې وړاندې، افغانستان او ایرلنډ په ٢٠١٧ کال کې پنځه لوبې وکړې چې ټوله یې افغانستان گټلې وې. د تیر کال دغه پنځه لوبې، ټوله یې شل آوریزې وې چې درې یې په هند کې، یوه یې په دوبی او یوه یې هم په ابوظبي کې ترسره شوې وې.

یاده دې وي چې اوس مهال د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي، او مجیب ځدراڼ، د انگلینډ په ویټالي بلاسټ لیگ کې، او نجیب ځدراڼ، د کاناډا د کرکټ په لیگ کې لوبې کوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG