لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حضرت ځاځي بیا کارنامه جوړه کړه او افغانستان بیا هم ایرلنډ مات کړ


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د روانو لوبو په ترڅ کې چې د گلبهار کپ په نامه یاد شوی، افغان ټیم نن بیا هم کوربه ټیم، ایرلنډ ته سخته ماته ورکړله.

په لومړي میدان کې، افغانستان پچه وگټله او بټینگ یې خوښ کړ. افغانستان د ٨ لوبغاړو په سوځیدو سره یې، ١٦٠ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ١٦١ منډو هدف وټاکه. خو ایرلنډ په دویم میدان کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې، ایله وکړای شول ٧٩ منډې جوړې کړي.

په دې توگه، د افغانستان ټیم د دې سیریز دویمه لوبه هم د ٨١ منډو په توپیر، وگټله.

د نن ورځې په لوبه کې، حضرت الله ځاځي په ٥۴ بالونو کې، نیمه سینچري پوره کړله او ٨٢ منډې جوړې کړې. په دې کې یې شپږ ځله څلوریزې، او اوه ځله یې شپږیزې ووهلې. په پای کې د سیمی سینگهـ لخوا کیچ اوټ شو.

د حضرت الله ځاځي نه پس، د افغانستان لوبډلې دپاره تر ټولو ډیرې منډې اصغر افغان وکړې. اصغر، چې د افغانستان ټیم کپټان هم دی، په ٣۴ بالونو، ٣٧ منډې جوړې کړې. په دې کې یې دوه ځله څلوریزې، او دوه ځله هم شپږیزې ووهلې. سربیره پر دې، اصغر افغان (چې پخوا د اصغر ستانکزي په نامه پیژندل کیده)، په نننۍ لوبې سره، په نړېوالو شل آوریزو لوبو یا ټي ټوینټي سیالیو کې خپلې ١٠٠٠ منډې پوره کړلې. د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې اصغر ټولټال په ٥٦ نړیوالو شل آوریزو لوبو کې برخه اخیستې او په اوسط ډول یې په هره لوبه کې د منډو شمیر له ٢١ اوړي.

دواړو ټیمونو دا ځل تغییر راوستی و، هغه داسې چې افغانستان د عثمان غني پرځای شفیق الله، او ایرلنډ د ټایرون کین پرځای، بویډ رنکین میدان ته راوستل.

ړومبۍ شل آوریزه لوبه

له دې نه وړاندې، په لومړۍ شل آوریزه لوبه کې چې د اگست پر ٢٠مه د گل، دوشنبې په ورځ وشوه، هم افغانستان ایرلنډ ته د ١٦ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.

په هغې لوبې کې د باران له امله، د آورونو شمیر اتلسو ته راټیټ کړای شو. افغانستان، په ټاکلو اتلسو آورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ایرلنډ ته د ١٦١ هدف ټاکلی و، خو ایرلنډ په اتلسو آورونو کې، د ٩ لوبغاړو په سوځیدو، ایله ١۴۴ منډې وکړې.

په هغې اولې لوبې کې هم حضرت الله ځاځی ښه ځلیدلی و. ځاځي په لومړۍ ټي ټوینټي کې، ٧۴ منډې وکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان ملي ټیم له ایرلنډ سره روانو لوبو ته د تیاري لپاره، شاوخوا دوه هفتې په اینگلینډ کې تمرینونه کول.

د ایرلنډ سره به د افغانستان درېیمه شل آوریزه یا T20 لوبه، د اگست پر ٢۴مه، د جمعې په ورځ ترسره شي. له دې لوبو وروسته به بیا دواړه ټیمونه، د اگست پر ٢٧مه، ٢٩مه، او ٣١مه، یو ورځینۍ ODI درې لوبې وکړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG