لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې هیلې کاپټر غورځیدلی، ٦ امریکائي عسکر وژل شوي


پیښه کې د وژل شوي عسکرو د قامیت په هکله معلومات نه دي وړاندې کړی شوي.
پیښه کې د وژل شوي عسکرو د قامیت په هکله معلومات نه دي وړاندې کړی شوي.
د افغانستان په جنوب کې د نړي والو ځواکونو هیلې کاپټر د غورځیدو په یېښه کې شپږ خارجي عسکر وژل شوي دي.
انټرنیشنل سکیورټي اسسټنس فورس یا ائيساف خپل بیان کې د پیښې تصدیق کړی دی او ویلي شپږ پوځیان يي مړه شوي دي. پیښه زابل ولایت کې رامېنځته شوي ده.
نیټو ویلې وژل شوي عسکر امریکایان وو.
د امریکې د فاع وزارت یا پینټگان ویلي یو عسکر ژوندی پاتې شوی خو زخمي دی. ویل کیږي حادثه د انجمن د خرابۍ په وجه رامنځته شوي ده.
ائیساف
بیان وايي د پیښې تحقیقات شورو کړی شوې دي خو ابتدائي رپورټونه وايي الوتکه چې په کومه سیمه کې غورځیدلې هلته د مخالفینو څه کاروائي نه وه روانه.
افغانستان کې د نړي والو ځواکونو د جهازونو حادڅات غیر معمولي خبره نه ده. طالبان هم دداسې قسمه پیښو ذمه واري په غاړه اخلي.
کال ٢٠١١ کې طالبانو دعوه وکړه چې ودرک ولایت کې يي چینوک هیلې کاپټر راغورځولی چې پکې ٣٨ کسان، زیاتره امریکایان، وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG