لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د داعش په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره ٣٢ ته ورسېده


په ۲۹مه فرورۍ دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دشوي تړون نه راپدیخوا پلازمینه کابل کې دا تر ټولو ستر برید دی چې دومره ډيرو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده
په ۲۹مه فرورۍ دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دشوي تړون نه راپدیخوا پلازمینه کابل کې دا تر ټولو ستر برید دی چې دومره ډيرو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده

د داعش وسله والې ډلې د افغانستان سرښار کابل کې د هغې حملې ذمه واري ومنله چې پکې لږ تر لږه ٣٢ وژل شوي دی.

د جمعې په ورځ په کابل کې د حزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو شوي برید کې د ٢٨ کسانو د وژل کېدو تصدیق شوی و.

خو د رویټرز او اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارو د ورستي رپورټونو ترمخه په برید کې د وژل شویو کسانو شمیره ٣٢ ته رسېدلې ده.

د افغان چارواکو په وینا په حمله کې ٨١ کسان زخمیان شوي دي او ممکنه ده چې د وژل شویو کسانو شمیره نوره هم زیاته شي.

په کابل کې دجمعې په ورځ دعبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت دستوره کې ډاکټرعبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم و خو هغوئ د برید څخه روغ وتلي.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، داعش وسله والې ډلې د خپلې مطبوعاتي څانگې "عماق" دلارې د کابل د حملې ذمه واري واخیستله.

طالبانو وویل دوی د کابل په حمله کې نه دي ککړ.

داعش په کابل کې د حملې ذمه واري په داسې حال کې اخیستې چې یوه هفته وړاندې امریکا او طالبانو په قطر کې د سولې لوظنامه لاس لیک کړه.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد د امریکې په نمایندگۍ طالبانو سره د امن معاهده لاس لیک کړه او د جمعې په ورځ ښاغلي خلیلزاد په کابل کې د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سره د افغان امن په موضوع خبرې وکړې.

په کابل کې د امریکې موقتي سفیر راس وېلسن د داعش د حملې غندنه وکړه او په ټوېټر یې وویل چې "مونږ د امن دپاره د افغانستان سره ولاړ یوو."

صدر اشرف غني هم د حملې غندنه وکړه او ویې وېل دا د "انسانیت" او د افغانستان د یوالي خلاف حمله وه.

په ۲۹مه فرورۍ دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دشوي تړون نه راپدیخوا پلازمینه کابل کې دا تر ټولو ستر برید دی چې دومره ډيرو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حزب وحدت د پخواني مشرعبدالعلي مزاري د تلین دلمانځلو په مراسمو تیرکال هم وسله وال بریدونه شوي وؤ چې پکې ۲۶ کسان وژل شوي اؤ ۱۸ نور ژوبل شوي وو.

رویټرز خبري اداره وايي عبدالعلي مزاري په کال ١٩٩٥ کې د طالبانو د قید په مهال وژل شوی و. او د هغه د تلین په مراسمو کې زیاتره د شیعه مسلک منونکي شرکت کوي.

د امریکا او د طالبانو د تړون ترمخه امریکا به په اینده ١۴ میاشتو کې د افغانستان څخه خپل ځواکونو وباسي. طالبان به دا خبره یقیني کوي چې ترهگر به د افغانستان خاوره نه استعمالوي او طالبان به په بین الافغاني خبرو کې گډون کوي.

د لوظنامې ترمخه بین الافغاني خبرې د مارچ په ١٠ نېټه کېدونکي دي خو د وي او ای د انگریزۍ څانگې رپورټ وايي د قیدیانو د ازادیدو په سر د اختلافاتو له امله بین الافغاني مذاکرات په شک کې دي چې وه به شي او که نا؟

طالبان وايي د امریکې سره شوي لوظنامه کې دي چې افغان حکومت به د خپل قید نه تر د ٥٠٠٠ پورې طالب قیدیان ازادوي او طالبان به د خپل بند نه ١٠٠٠ د افغان امنیتي ځواکونو غړي خلاصوي خو افغان حکومت وايي د طالب قیدیانو د ازادولو خبره به نه مني.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین د جمعې په ورځ په ټوېټر وویل که چېرې د بین الافغاني خبرو شروع کېدل د مارچ د ١٠ نه وځنډیل نو دوی به یې ذمه وار نه وي. سهېل شاهین په ټوېټر وویل "که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي، اسلامي امارت د حوت په ۲۰ چې د مارچ ۱۰ کیږي بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دی. زموږ مذاکراتي ټیم آماده او اجنډا مو تیاره ده او د شوي توافق سره سم پر مخ ځو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه یې د نورو په غاړه ده."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG