لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بشري حقونه: د داعش ډلې تسلیم شوي جنګیالي دې محاکمه شي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې داعش ډله په سترو بشري جنایتونو کې ښکیله ده او افغان پوځ ته تسلیم شوي د داعش ډلې کسان دې محاکمه شي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي له امریکا غږ ډیوې سره د اتوار په ورځ په خبرو کې وویل چې داعش ډله په داسې جنګي جرمونو کې ښکیله ده چې د بښلو وړ نه دي او دې ډلې د بشر ټول قوانین ترپښو لاندې کړي دي.

صدیقي وویل: «دغه وسله وال ډله چې په افغانستان کې په جګړه کې بوخت ده، متاسفانه داسې د بشر ضد جنایات یې ترسره کړي دي چې ډیر خطرناک دي، د بیلګې په توګه په ښوونځو او په عامه ځایونو یې بریدونه کړي، عام ولسي خلک ښځې او ماشومان یې وژلي، پرعامو ولسي خکو یې د بشر ضد هر ډول تیری کړی او مسئولیت یې هم منلی دی.»

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند د افغان حکومت له عدلې او قضايي اداروغوښتنه وکړه چې تسلیم شوي داعش ډلې کسان دې محاکمه کړي او پرهغوي دې قانون جاري کړي.

نوموړي زیاته کړه چې «د داعش ډلې جنایت ټولو ته روښانه دی، زمونږ غوښتنه دا ده چې عدلي او قضايي محکمې دې له هغوی سره قانوني چلند وکړي، پر هغوی دې حکم صادر کړي، تر څو قربانیان دا اطمینان پیداکړي چې په افغانستان کې د قانون د پلي کیدو له مخې عدالت پلی کیږي.»

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ډیوې ته ویلي په جوزجان کې افغان پوځ ته تسلیم شوي داعش وسله وال ملکي ادارو ته سپارل شوي او په وینا یې اوس قضايي ادارې مسئولیت لري چې د هغوی پر ضد څه ډول اقداما ت ترسره کوي.

رادمنش زیاته کړه: «مونږ په دفاع وزارت کې نظامي محکمې لرو خودا یوازې دملي اردو لپاره دي او دتسلیم شویو داعش وسله والو په اړه زمونږ مسئولیت خلاص شوی هغوی مو ملکي ادارو ته وسپارل دا چې اوس دقانون له مخې له هغوی سره څه ډول چلن باید ترسره شي، ملکي محاکمو او د قضايي ادارو دنده ده نه د پوځ.»

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ د افغانستان د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنه داعش وسله وال له جګړې پرته له خپلو وسلو او دکورنیو له غړیو سره د ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شول.

افغان پوځ ته د داعش ډلې د تسلیم شویو جنګیالیو مشر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي له تسلیمیدو وړاندې په جوزجان کې ځايي امنیتي چارواکو ورسره د ژوند د خویتوب ژمنه کړې ده.

داعش ډله په داسې حال کې د بشر ضد په سترو جنایتونو کې په لاس لرلو تورنه شوې چې دې ډلې د تیرې جمعې په ورځ د پکتیا مرکز ګردیز اړوند په یوه جومات کې په لمونځ کوونکو غبرګ ځانمرګي بریدونه ترسره کړل چې له امله یې ۴۵ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۹۵ نورټپیان شوي دي.

د افغانستان ختیځ ننګرهارولایت په ګڼو ملکي ادارو هم په دې وروستیو کې زیات شمیر ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي چې مسئولیت هم داعش ډلې پرغاړه اخیستی، له امله یې لسګونه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG