لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې داعش به د طالبانو واک ته څومره لويه ننګونه وي؟


د داعش خراسان سره د کابل په غرب کې د روان وسله وال بريد په منځ کې يو طالب کمانډر دمه وکړه او غربي خبريالانو سره په خبرو کې يېسينه راوښکله او ويې ويل چې د افغانستان نوي واکمنان به خپل مخالفين داسې ختم کړي لکه څنګه چې يې نيټو مجبوره کړه چې د افغانستان نه ووځي

د افغانستان نه د غربي ځواکونو د وتلو وروستو ډاډه شوي طالبان کمانډران وايي دوی باوري دي چې د داعش سره تړلي ترهګر به ختم کړي چې د تېرې مياشتې د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي بريدونو ذمه واري منلې.

په ترهګر بريدونو کې د 170 اففانانو سره سره 13 امريکايي پوځيان هم وژلي شوي.

د داعش خراسان سره د کابل په غرب کې د روان وسله وال بريد په منځ کې يو طالب کمانډر دمه وکړه او غربي خبريالانو سره په خبرو کې يېسينه راوښکله او ويې ويل چې د افغانستان نوي واکمنان به خپل مخالفين داسې ختم کړي لکه څنګه چې يې نيټو مجبوره کړه چې د افغانستان نه ووځي.

ځينې څېړونکي انګېري چې د دواړو سخت دريځه ډلو که طالبان دي که داعش خراسان تر منځ جګړه به د دوی د يو بل خلاف ډېر بې رحمه جهادوي.

ان تر دې چې د امريکايي ځواکونو د وتلو يوه اوونۍ وړاندې طالبانو د داعش خراسان د سر سړي چې د اشرف غني حکومت په بند کې ساتلي ووهغه يې ووژل چې په وژلو تنانو کې د ډلې پخوانی مشر مولوي ضياالحق هم دی. دا خبر دي وال سټريټ جنرل خور کړی.

لانجمن اړخ

د غربي څېړونکو او پوځي چارواکو په نظر داعش خراسان دا توان لري چې د افغانستان دا نوي حکمرانان انديښمن کړي او د ټول شريکهحکومت د جوړولو په کوښښونو کې ورته ستونزې رامخ ته کړي.

د سنټر فار سټريټيجېک اينډ انټرنيشنل سټډيز واشنګټن يوې دستورې ته څېړونکي ايټوني کوين ويلي “طالبان ځان د داعش خراسان خطر ته مخويني”.

د سنټر يو بل غړی سيټ جونز چې په افغانستان کې د امريکا د خصوصي ځواکونو د عملياتو په اړه د کمانډينګ جنرل مشير پاتې شوی وايي دداعش خراسان سره “ډېره موقع ده چې بيا راپورته شي”.

هغه ګڼي چې د ډلې مرسته په وروستيو کې په کمېدو وه ځکه د امريکايي او افغان ځواکونو په پرله پسې عملياتو کې ځپلي شوي وو چې شمېر يې اوس د6000 نه نزدې 2000 ته راغلی.

داعش خراسان ډله په وړومبي ځل په کال 2014 کې په افغانستان کې راښکاره شوه چې د پاکستاني اسلامي وسله والو نه جوړه وه او ويلکيږي ياده ډله د پاکستاني پوځي عملياتو د سوبه افغانستان ته اوړېدلې وه.

داعش خراسان په درځنونو ترهګر بريدونه کړي چې پکې د جينکو د سکولونه هسپتالونه او د ماشومانو د زيږون وارډونه هم نه دي پرېښودي شوي او دخبرونو تر مخه وسله والو يې حامله ښځې په ډزو وژلي او د ځينې ښځو نرسانو يې مرۍ غوڅې کړي. د کابل بريد يې د استعداد بله بېګه ده.

د داعش خراسان بنيادګر عبدالروف عليزۍ د تحريک طالبان پاکستان يو عام کمانډر و خو په کال 2014 کې يې د طالبانو د قيادت سرهاختلاف راغی او ترې بيل شو. هغه په کال 2015 کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.

د ډلې اوسنی مشر شهاب المهاجر هم د طالبانو يو پخوانی د عامې درجې کمانډر و چې د القاعده سره يې اړيکې لرلې او د ځينې غربي استخباراتيادارو د معلوماتو تر مخه اوس هم د حقاني نېټ ورک سره نزدې دی چې د طالبانو په واک کې اوس د کابل د امنيت مسوله ډله ده.

دې شکمنو اړيکو د امريکا د استخباراتو يو پخوانی چارواکی او د هوډسن انسټيټيوټ څېړونکی مايکل پريجنټ هم وهڅولو ووايي ښکاري د طالبانوغړو د کابل هوايي ډګر په چاودنو کې د يو بل مرسته کړې ده.

هغه وايي “که چرې دا داعش خراسان کړي وي نو هغه د حقاني د امنيت نه تېر شوي ځکه په کابل د هغوی واک اختيار دی او د استخباراتويو ځانګړی نظام لري. ځانمرګي د طالبانو د نورو ډېرو چک پوسټونو نه تېر شوي چې امريکانو ته ځان ورسوي”.

XS
SM
MD
LG