واشنگټن —
د افغانستان د ختیځ ننگرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې شورو، چهارشنبې، په ورځ د الیکټرانک تذکرو په دفتره ډله ییزه حمله شوې ده.
د ننگرهار د والي ترجمان عطاالله خوگیاني وویل لومړی د تذکرو د فترو په دروازه چاودنه وشوه او بیا یو شمیر حمله کونکي ودانۍ ته ورننوتل.
د دې وروسته افغان امنیتي ځواکونه د ودانۍ چاپېره شول او د حمله کونکو سره جگړه پېل شوه.
د تذکرو په دفتر کې یو کارونکي وي او ای ته وویل چې هغه او یو شمیر نور کسان په لومړۍ چاودنه کې زخمیان شول.
د حملې ذمه واري لا کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
د دې نه یوه ورځ وړاندې په کابل او پروان کې د طالبانو په ځانمرگي حملو کې ۴٩ کسان ووژل شو.