لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:ځانمرګۍ برید کې ۱۷ تنه مړه اوټپیان شوي


که څه هم ددې برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو ننګرهار دافغانستان دنورو ولایتونو په پرتله د طالبانو په ګډون د داعش ډلې فعالیتونه زیات دي او دشوي برید مسئولیت هم سیمه ییزو چارواکو پرهمدې ډلو ور اچولی دی
که څه هم ددې برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو ننګرهار دافغانستان دنورو ولایتونو په پرتله د طالبانو په ګډون د داعش ډلې فعالیتونه زیات دي او دشوي برید مسئولیت هم سیمه ییزو چارواکو پرهمدې ډلو ور اچولی دی

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي د نهې، سه شنبې، په ورځ دجلال ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند دفامیلو په ساحه کې شاوخوا ۱۲ بجې ځانمرګي برید شوی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له ډیوې سره په خبرو کې ویلي د شوي ځانمرګي برید له امله دوتنه امنیتي سرتیری او۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه دبرید په پایله کې دوه امنیتي سرتیری او ۳ ملکي کسان ټپیان شوي هم دي.

خوګیاني ویلي په دې ځانمرګي برید کې ګن شمیردوکانونه هم سوځیدلي اوعا ولسي خلک یې له درنو مالي زیانونو سره مخاخ شوي دي.

همداراز دننګرهار دعامې روغتیا دریاست ویاند انعام الله میاخیل له ډيوې سره په خبرو کې ویلي په هغه سیمه کې چې نن ځانمرګۍ برید ترسره شو دپیښې له ځایه دننګرهار سیمه ییزو روغتونونو ته د ۱۲ تنو دمړو جسدونه او ۵ تنه ټپیان لیږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"په پیښه کې ټپي شوي کسان د ننګرهار په سیمه ییزروغتون کې تر درملنې لاندې دي ،ټول روغتیايي خدامات ورته وړاندې شوي او روغتیايي وضعیت د ډاډ وړدي."

که څه هم ددې برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو ننګرهار دافغانستان دنورو ولایتونو په پرتله د طالبانو په ګډون د داعش ډلې فعالیتونه زیات دي او دشوي برید مسئولیت هم سیمه ییزو چارواکو پرهمدې ډلو ور اچولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG