لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په لومړي ځل خبریالانو دملاتړ صندوق پرانستل شو


له خبریالانو دملاتړ صندوق نن( سه شنبه) د ولسمشر اشرف غني لخوا په ارګ کې دیوې غونډې پرمهال پرانیستل شو.

له خبریالانو څخه دملاتړ صندوق سره ولسمشر محمد اشرف غني له خپله جېبه د پینځوؤ میلیونو افغانو دمرستې اعلان وکړو او حکومت ته یې امر وکړو چې لس ملیونه افغانۍ مرسته ورسره وکړي.

محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې افغان حکومت به هرکال له دې صندوق سره خپله مرسته دوامداره ساتي.

نوموړي په افغانستان کې درسنیو په ادارو له دې امله نیوکه وکړه چې دخبریالانو د حقونو په خوندیتوب کې پاتې راغلي او له هغوی یې وغوښتل چې دژورنالیستان دبیمې برخې ته ځانګړی پام وکړي.

اشرف غني وویل"د کارقانون مو عملي نه کړو خواوس د دې وخت دی چې دخبریالانو دبیمې په مالي ملاتړ کې فعاله برخه واخلي،دا نه شي کیدای چې زمونږ رسنۍ دې قانون ترپښو لاندې کړي ،که مالیات مو ورنه کړل خو یوه خبره وه خو که دخبریالانو حقوق نه عملي کیږي قانون باید درسنیو په څښتنانو باندې عملي شي"

په افغانستان کې له خبریالانو څخه دملاتړ کمیټې غړي ضیا بومیا ویلي دخبریالانو دملاتړ صندوق حکومتي نه بلکې دازادو رسنیو پورې اړوند دی او دحکومت مسئولیت یوازې دصندوق لپاره دمرستې دراجلبونو ترحده دی.

بومیا له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو، له رسنیو څخه دملاتړ ملي او نړیوالو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې دخبریالانو دملاتړلپاره دې صندوق سره مالي مرستې وکړي.

چارواکو ویلي،له خبریالانوڅخه دملاتړ صندوق دلارې به دهاغو خبریالانو اودهغوی له کورنیو غړیو سره چې دبیان دازادۍ په لار کې یې قرباني ورکړي وي اویاهم هغه شمیر خبریالان چې له فقر او بې وزلۍ سره مخامخ وي مرستې ترسره کیږي

چارواکو دا هم ویلي چې دخبریالانو بیمې مرسته به هم له دې صندوق ترسره کیږي او له یوشمیر هاغو رسنیو سره چې له مالي ستونزو سره مخامخ وي له دې صندوقه به یې مالي ملاتړ کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG