لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنیت شورا: د افغانستان هوایي میدانونه به د نړیوالو معیارونو سره فعال وي


 د تیرې ورځې په سرمشریزه کې ویل شوي چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لرلی شي او د کابل نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته
 د تیرې ورځې په سرمشریزه کې ویل شوي چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لرلی شي او د کابل نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته به هم د افغان امنیتي ځواکونو روزنه دوام ولري او پدې اړه ورسره لازمې مشورې تر سره کیږي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي اندړ وویل "پرون د ناټو په سرمشریزه کې هم په همدې موضوع خبرې وشوې. دافغان ځواکونو مالي ملاتړ،له هیواد نه بهر د روزنې ،،دلته د غیر نظامي بهرنیو ځواکونو دوامداره حضور او د هوایي میدان په شمول مهمو بنسټونو د امنیت په تامین کې د نړیوالې ټولنې مرسته هغه څه دي چې موږ یې واضح یادونه کوو. د حامد کرزي نړیوال هوایي ډاګر په شمول به ټول هوایي میدانونه د نړیوالو معیارونو سره فعال وي."

ناټو مشرانو کابل کې د حامد کرزي هوایي میدان د فعالیت د تمویلولو لپاره توافق ته رسیدلي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د دې تړون د غړیو هیوادونو د سرمشریزې په پای کې خبري کنفرانس ته ویلي چې،ناټو او ملګري یې پدې کار کوي چې څنګه کولی شي چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت دوام یقیني شي.

د تیرې ورځې په سرمشریزه کې ویل شوي چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لرلی شي او د کابل نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د تیرې دوشنبې په ورځ د دې تړون د غړیو هیوادونو د سرمشریزې په پای کې خبري کنفرانس ته ویلي چې،ناټو او ملګري یې پدې کار کوي چې څنګه کولی شي چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت دوام یقیني شي.

اعلامیه کې راغلي ناټو په څلورو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ تر څنګ د مهمو بنسټونو ساتلو کې هم ناټو سازمان د همکاریو دوام ته ژمن دی. د ناټو عمومي منشي وایي دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت د تامین لپاره پر مالي مرستو هوکړه کړې ده او په دې برخه کې به همکار وي.

سټولټنبرګ ټینګار کړی چې د کابل هوايي ډګر ساتل نه یوازې د ناټو د غړو هېوادونو، بلکې د ټولې نړیوالې ټولنې ډیپلوماټیک حضور او له افغانستان سره د پراختیايي مرستو د دوام لپاره مهم دي.

تر دې وړاندې ویل کېدل چې ښایي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت مسوولیت ترکیې ته وسپارل شي خو طالبانو پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی و او ټینګار یې کړی و چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي کنه د تیر په شان به له غبرګون سره مخ شي.

په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې ناټو د ډیپلوماتیک او نړیوال حضور او هم له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره د کابل د هوایي ډګر اهمیت درکوي او د فعالیت د دوام لپاره به یې بودجه تامین کړې.

د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو دغه سرمشریزه چې د لومړي ځل لپاره د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په کې ګډون کړی داسې مهال ترسره شوه چې ټول نړیوال ځواکونه به د روان کال د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په کابل کې د خپل ډیپلوماټیک حضور ساتل له یوه امن او فعال هوايي ډګر سره تړاو لري او له دې پرته به په کابل کې سفارتونه وتړل شي چې هر اړخیز منفي اغیز به په افغانستان ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG