لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل پر یو روغتون په برید کې د نویو زېږېدلیو ماشومانو میندې وژل شوې دي


په افغانستان کې نن د بیلابېلو حملو په نتیجه کې، له څلوېښتو زیات کسان وژل شوي او قریب سل تنه نور زخمیان شوي چې اکثره وژل شوي او ژوبل شوي کسان، عام خلک و.

نن د نهې/سې شنبې په سهار، د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې یوې ډلې ځانمرګو بریدګرو، د ښځینه امراضو پر یو روغتون (هسپتال) حمله وکړه.

دشت برچي د کابل ښار هغه نسبتاُ غریبه سیمه ده چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه مذهبه هزاره ګان دي. مخکې تر دې هم په دې سیمه کې پر عامو خلکو چاودنې او بریدونه شوي و.

افغان چارواکو ویلي چې په دې برید کې کم از کم ۱۴ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي. ‌ذرایعو ویلي چې ښایي دا شمېرې نورې هم پسې زیاتې شي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا برید د کابل په وخت ماسپښین مهال د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

تر اوسه د دې حملې ‌ذمه واري چا یا کومې ډلې نده اخیستې، او طالبانو ویلي چې دا برید د دوی کار ندی.

په سیمه کې یو شمیر کسانو رسنیو ته ویلي چې بریدګرو په روغتون کې دننه، ښځې هم وژلي دي. په سوشل مېډیا داسې ډېر تصویرونه هم خپاره شوي چې په کې افغان ځواکونه، نوي زیږیدلي ماشومان له روغتونه راباسي او امن ځای ته یې انتقالوي.

عسکرو یو شمېر نوي زېږېدلي ماشومان امن ځایونو ته انتقال کړل. د دې ماشومانو ځینې میندې په برید کې ووژل شوې
عسکرو یو شمېر نوي زېږېدلي ماشومان امن ځایونو ته انتقال کړل. د دې ماشومانو ځینې میندې په برید کې ووژل شوې

د کابل د دې پېښې نه علاوه، بله مرګونې حمله د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالي کې وشوه. په دې برید کې، د سیمه ییزو پولیسو (دولت پلوه ملېشو) د یو وژل شوي قوماندان د جنازې په مراسمو چاودنه شوې چې ویل کیږي ۲۴ تنه په کې وژل شوي او ۶۸ تنه نور زخمیان شوي دي.

طالبانو ویلي چې د ښېوې پېښه کې هم د دوی لاس نه و.

د دې نه علاوه، بېګا شپه په غور، خوست او بلخ ولایتونو کې هم د تشدد پېښې رپوټ شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار په نننیو پېښو کې لاس لرل رد کړي دي، مګر د افغانستان نایب صدر امرالله صالح بیا هم ګوته طالبانو ته نیولې ده. هغه پخپل ټویټر لیکلي: "ترهگرو طالبانو، د هغوی اوسنيو یا پخوانيو اتحادیانو یا د هغوی نظریاتي غبرګونو، پر یو زېږنتون (د زوکړو هسپتال) او د جنازې په یو مراسمو برید وکړ، میندي، نوي زېږېدلي ماشومان، او بیګناه خلک یې ووژل. دا د بدل شویو طالبانو رویه ده، پس له هغه چې په دوحه کې یې د بشري سلوک کورسونه ونیول."

بل اړخ ته د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) سلاکار حمدالله محب ویلي چې د تېرو دوو میاشتو حملو دا ښودلې ده چې طالبان او سپانسران یې د سولې نیت نلري. محب ویلي چې افغان حکومت او نړېوال شریکان یې دا ‌ذمه واري لري چې طالبانو او د هغوی له سپانسرانو حساب وغواړي.

حمدالله محب پخپل ټویټر کې زیاته کړې: "که طالبان تشدد نشي کنټرولولی، یا د هغوی سپانسرانو اوس د هغوی د دهشت ټیکه نورو ډلو ته سپارلې ده – چې په دې اړه له وړاندې لا مونږ فکرمند و – نو د "سولي په خبرو" کې د طالبانو سره د ښکېلېدو دوام کومه ګټه نلري."

د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) شورا یو بیان هم جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې "طالبان، داعش (خراسان)، حقاني شبکه، لشکر طیبه، او نورې ترهګرې ډلې ټول یو له بل سره کلک تعلقات ساتي او په مشترک ډول فعالیتونه کوي."

په افغانستان کې د امریکا سفارت، په سرښار کابل کې نننی برید، ترهګریز برید بللی دی. سفارتکار راس وېلسن د دې حملې په اړه ټویټ کړی او هغه یې غندلې ده.

په افغانستان کې د ناټو غیرپوځي استازي هم د کابل او ننګرهار د بریدونو په غندلو سره ویلي چې په دې بریدونو کې بیګناه غیرپوځي کسان په نښه شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG