د افغانستان پایتخت کابل کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یوې امنیتي پوسټې سره نژدې د بم چاودیدو له امله دوه پولیس وژل شوي او درې نور زخمیان شوې دي.
د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د افغانستان د داخله چارو وزارت ترجمان نصرت رحیمي په کابل کې د بم د چاودېدو تصدیق کړی دی.
ای پي وايي که څه هم په کابل کې د ورستۍ حملې ذمه واري کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې خو په کابل کې طالبان او د داعش ډلې وسله وال فعالیت لري او وخت په وخت په حکومتي او پوځي هدفونو حملې ترسره کوي.
ای پي وايي د افغانستان غربي هرات ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په خپل منځو کې د جگړې له امله دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی دی. رپورټ وايي ملکي کسان د طالبانو ترمنځ د ډزو په تبادله کې گېر شوي وو.
په افغانستان کې د تشدد تازه پېښو رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې په هېواد کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او د طالبانو سره یې هم د خبرې لړۍ پېل کړې ده. ای پي وايي په افغانستان کې د امن د دې کوښښونو باوجود هم په هیواد کې بې امني دوام لري.
یوه ورځ وړاندې په هرات کې د سړک غاړې بم چاودیدو له امله ٣٢ کسان ووژل شو.