لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د پولیسو په ۱۳مې امنیتي حوزې برید د دوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسید


د اپریل په ٣٠ مه نیټه په کابل کې د حملې ورسته مناظر
د اپریل په ٣٠ مه نیټه په کابل کې د حملې ورسته مناظر

چارواکو ویلي، د لسمې امنیتي حوزې اړوند د شهرنو سیمه کې د هند هیواد د ویزې ورکولو د خدماتو دفتر ته نږدې د پولیسو او برید کوونکو ترمنځ جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن چهارشنبې د خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته ویلي، په ۱۳ مه حوزه ترهګرو لخوا په شوي برید کې دوه ځانمرګي برید کونکي او دوه پولیس وژل شوي او دوه نور پولیس ټپیان شویدي دي.

نوموړي زیاته کړه هغه برید چې د لسمې امنیتي حوزې اړوند شهرنو سیمه کې د هند حکومت لخوا افغان وګړو ته د ویزې ورکولو دیوې خصوصي ادارې دفتر ته نږدې ترسره شوی لاهم د افغان امنیتي ځواکونو او دریو ترهګرو لخوا جګړه پای ته نه ده رسیدلې.

ویس احمد برمک وویل:((په لومړي برید کې چې په ۱۳ امنیتي حوزه ترسره شو، دوه ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو لخوا په نښته کې وژل شوي او زمونږ دوه تنه پولیس هم وژل شوي اودوه پولیس ټپیان دي او د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې برید کوونکو شمیر ۵ تنه دی چې دوه یې وژل شوي او درې نور یوې ودانۍ کې ننوتي او پولیسو د هغوی د له منځه وړلو لپاره جګړه پیل کړې ده.))

د کورنیو چارو وزیر د نن ورځې د ځانمرګو بریدونو په کابو کولو کې د افغان امنیتي ځواکونو له وړتیاوو ستاینه وکړه او ویې ویل که پولیسو شهرنو کې د هند ویزې ورکولو دفتر ته د برید کوونکو د ننوتلو مخه نه وای نیولې یوه بله خونړۍ پیښه به رامنځته کیدله.

نوموړي زیاته کړه:(( که پولیسو مقاومت نه وای کړی یو بله خونړۍ پېښه به رامنځته کیدله د شهیر په کمپنۍ کې ۳۰۰ کسان موجود ول او د همدې کمپنۍ په کوڅه کې د برید کوونکو مخه ونیول شوه او برید کونکي د همدې کوڅې یوې بلې ودانۍ ته ننوتل.))

همداراز د کابل پولیسو ویلي نن د کابل ښار د ۶مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هم یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو لخوا تر پيژندلو وروسته په ډزو وژلی دی.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، د چهارشنبې ورځې په کابل ښار کې د شویو دوو جلا بریدونو له سیمو د ۵ تنو د مړو جسدونه او نږدې شل تنه ټپیان روغتونو ته لیږدل شوي دي.

دپیښې مسئولیت داعش ډلې منلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG