لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جهادي ‌‌‌‌‌‌ډلو په کابل کې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب د تلين نمانځنې مخه نيولې


د ډاکټر نجیب الله پلویان هغه ته د "شهید" کلمه کاروي، خو مخالفین یې وایي چې هغه ته باید شهید ونه ویل شي

د افغانستان په سر ښار کابل کې د پخواني جهادي ‌‌‌‌‌‌ډلو او د وژل شوي افغان ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب الله د پلويانو تر منځ د هغه د تلين د نمانځلو په سر شخړه روانه ده چې د څېړونکو په وينا که دا په قانوني توګه هواره نه شوه ‌‌‌‌‌‌ډېر تاو تريخوالی او ګډو‌‌‌‌‌‌ډی به رامنځ ته کړي.

پخوانی صدر ډاکټر نجیب الله په کال ۱۹۹۶ کې چې طالبانو په کابل قبضه ولګوله، د ملګرو ملتونو له دفتره راویستل شو، او به غیر له دې چې کومه مقدمه پرې وچلول شي، په نیمه شپه کې شکنجه شو، ووژل شو، او بیا طالبانو یې مړی د کابل په آریانا څلورلاري کې وځړاوه.

د ډاکټر نجیب له مرګ نه ۲۴ کاله پس، د هغه پلویانو دا عزم وکړ چې د هغه د تلین په یاد، د لویې جرګې په خیمه کې لویه پرتمینه غونډه ونیسي، خو تر اوسه په دې کار ندي بریالي شوي. د لویې جرګې په خیمه کې تر اوسه د احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، او نورو جهادي قوماندانانو د تلین یادغونډې جوړي شوي.

د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب د خلق ‌‌‌‌‌‌ډېموکريټېک ګوند (وروسته بیا د وطن گوند) پخواني غړي، سياسي کارمندان او د بشري حقونو د سازمانونو فعالين وايي د ملک د اساسي قانون (آئین) تر مخه سياسي غونډې او د اظهار ازادي د هر افغان حق دی خو مخالفين او په خصوصي توګه د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او پلويان يې وايي ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب د ګڼ شمېر افغانانو قاتل دی او هيڅ اجازه دې ورنکړل شي چې تلين يې په کابل کې ولمانځل شي.

پاکستان ميشت قام پاله پښتانه افغانان د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب تلين هر کال نمانځي خو په کابل کې دا وړومبی ځل دی چې د تلين د نمانځلو هڅه کيږي البته د خبرونو تر مخه د افغانستان په ننګرهار او خوست ولايتونو کې ولسي غونډې شوي چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب پکې د افغانستان د خدمت په سر ستايلی شوی دی.

د افغانستان د سولې انسټيټيوټ د مشر ياسر احمدزي نه چې مو کله په دې اړه وپوښتل نو هغه وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “مهمه دا ده چې يو خو د اساسي قانون په رڼا کې سياسي غونډې جوړول د هر چا حق دی او بله دا چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب الله يو ولسمشر و هغه چې څه کړي د هغه ذمه داري وه لکه چې د مجاهدينو په دوره کې وشول لکه چې طالبانو وکړل او نن چې د ولسمشر اشرف غني په دوره کې روان دي ځکه مخالف سرکوبه کول د حاکم دنده وي”.

په پکتیا کې د ډاکټر نجیب الله قبر چې مینه وال یې ورته دعا کوي
په پکتیا کې د ډاکټر نجیب الله قبر چې مینه وال یې ورته دعا کوي

د افغانستان متحد ملت ګوند مشر او د پارلمان پخواني غړي عبدالرحيم ‌‌‌‌‌‌ايوبي ډيوه ته وويل “مونږ خو د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب د ګوند غړي نه يو خو غواړو دا غونډه هم د لویې جرګې په تالار کې وشي ځکه د اساسي قانون د 24, 34 او 35مې مادې مطابق هر څوک د ازادۍ حق لري او بيا دا چې ګلبدين حکمتيار سره دليل څه دی کله چې ايين ته تسليم شوی نو څنګه اوس د دې نه سر غړوي؟

د ښاغلي ايوبي په وينا ګلبدين حکمتيار "پخپله په لکونو افغانان وژلي بې کوره کړي او کابل يې د مجاهدينو په دوره کې په راکټونو او ميزايلو کنډر کړی او که چرې دا تور يواځې په ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب لګي نو پکار ده چې يو ازاد کميشن جوړ شي او د ټولو دورو پلټنې وشي ګني نو عامه بخښنه اعلان شوې بايد ټول يې ومني."

‌‌‌‌‌‌ډيوه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب الله د وطن گوند له پخواني غړو او د ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي ګوندونو د غړو سره په دې اړه د هغوی دريځ پوښتلو کې بريالۍ نه شوه.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب الله په دې تورن کيږي چې کله په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو په شتون کې د استخباراتي ادارې خاد مشر و، نو په زرګونو مخالفين يې وژلي.

خو د بلې خوا په ګلبدين حکمتيار هم تورونه دي چې افغان دانشوران او سياسي مخالفين يې وژلي او بهر نړۍ ته يې په تللو مجبور کړي. د ګلبدين حکمتيار مخالفين وايي د حزب ګوند په ولقه کې د پېښور سره نزدې د افغان کډوالو د پاره جوړ شوی د شمشتو کيمپ يې د مخالفينو د وژلو مرکز و.

البته ياسر احمدزی وايي “طالبان د سولې د بهير د لارې په درشل دي او د جهادي ‌‌‌‌‌‌ډلو د پاره تلين نمانځل يوه بهانه ده. دا د پاکستان د استخباراتو لخوا منظم شوي چې طالبانو او نورو ته وښايي د دوی ارزښت لا نه دی کم شوی”. په دې اړه د پاکستان نظر نه دی پوښتل شوی.

ښاغلي ايوبي وويل د افغان حکومت ناکامي ده چې د لویې جرګې په تالار کې يې د غونډې کولو اجازه ورکړې وه خو د جهاديانو مخ ته د جمهوريت دفاع نه شي کولی او زياته يې کړه د حکومتي چارواکو سره د وخت او امنيت خوندي کولو خبرې اترې روانې دي او غواړي د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجيب د تلين غونډه په ياد تالار کې وشي.

XS
SM
MD
LG