لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مهسا څوک وه او افغانان ولې په خپلو تندو غبرگونونو کې د هغې د قاتلینو اعدام غواړي؟


د افغانستان په سرښار کابل کې د تښتوونکو لخوا د یوې وړې نجلۍ وژنې، په افغانانو کې تند غبرگونونه راپارولي دي. د عامو خلکو نه نیولې، بیا تر صدر محمد اشرف غني پورې، د هر پاړکي خلکو په دې پیښه غمجني ښودلې او پر سوشل میډیا یې لیکنې کړې دي.

افغان چارواکي وایي چې مهسا نومې ٦ کلنه نجلۍ د مارچ میاشتې پر ١١مه (تېره د گل/دوشنبې په ورځ) د کابل ښار له یوې گڼ مېشتې سیمې څخه وتښتول شوه او بیا د نهې/سې شنبې په ورځ یې مړی وموندل شو. د شپږ کلنۍ مهسا تصویرونه چې پر سوشل میډیا خپاره شوي، څرگندوي چې هغه یوه معصومه او ښکلې ماشومه وه چې تښتوونکو په ډېرې بیرحمۍ سره وژلې ده.

که څه هم په افغانستان کې د انسان تښتونې پیښې کمې نه دي، خو دا ځل یې په دې پراخ غبرگون راوپاراوه چې تښتول شوې، یوه معصومه وړه نجلۍ وه او بیا تښتوونکو په بیرحمۍ سره زندۍ کړې هم ده. د دې پیښې بل د پام وړ اړخ دا دی چې پولیسو سمدستي تښتوونکي چې دوه تنه ځوانان و، ونیول او رسنیو ته یې هم وړاندې کړل.

تښتوونکو د میډیا مخې ته په خپلو بیانونو کې دا ومنله چې مهسا یې تښتولې وه او بیا یې زندۍ کړې وه. د دې ټولو تصویرونو په لیدو سره، پر سوشل میډیا خلکو تود بحث شروع کړ او کابو ټولو له ریاسته وغوښتل چې د مهسا قاتلین دې زر تر زره اعدام کړي.

د مهسا مړی د اوبو په یوې ویالې کې اچول شوی و
د مهسا مړی د اوبو په یوې ویالې کې اچول شوی و

ولسمشر غني هم د مهسا د وژل کیدو پر پیښې خواشیني ښودلې او په یو ټویټ کې یې لیکلي: «د هغې المناکې پیښې په خبرېدو، چې په کې ماشومه مهسا د ځناورو تښوونکو لخوا په شهادت ورسېده، سخت غمجن شوم. اړوندو ادارو ته مې هدایت ورکړ چې پر دې قضیې په سنجیده ډول کاروایي وکړي او د دې جنایت عاملینو ته دې د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې، سخته سزا ورکړي.»

افغان لیکوال او څیړونکي، عبدالغفور لېوال، په خپل فیسبوک کې د دې ترڅنگ چې د مهسا د قاتلینو اعدام غوښتی، د دغه راز پیښو اصلي جرړه یې په هېواد کې د تندروۍ ستونزه گڼلې ده. هغه لیکلي: «پینځه څلویښت کاله یې پرلپسې زموږ غوږونو کې همدا ویلي: چې د افغانانو وژنه غزا ده او ثواب لري. د دغې ګلورینې نانځکې قصاب قاتل ( قاتلین) هم د هغو وژونکیو دویم یا درېیم نسل دی، چې خامخا یې هم د ګټې او هم د غزا نیت درلودلی دی.»

بل افغان لیکوال، شرر ساپي، بیا د ټولو ستونزو جرړه، فساد بللې ده، او په خپل فیسبوک کې یې لیکلي چې: «کومه ټولنه چې د داخل نه په خنجر ونه وهل شي، هیڅ ځواک یې له منځه نه شي وړلی. اوسمهال چې ګران هېواد تر ټولو ډېر ګواښوي هغه داخلي فساد، غلا، او اختطاف دی. فساد د ټولو جرړه ده. که فساد له منځه لاړ، غل د غلا جرات نه کوي، اختطاف کونکي د اختطاف جرات نه کوي، که فساد ختم نه شي نو د اباسین، مهسا او دې ته ورته په سلګونه ګلونه به ورژیږي، موږ او تاسې به د فیسبوک پر پاڼه یوازې هی هی کوو.»

اباسین ځاځی یو بل ١٣ کلن ماشوم و چې دوه کاله مخکې په کابل کې سړي تښتوونکو وتښتاوه او وروسته یې په بیرحمۍ سره وواژه. د هغه قاتلین هم نیول شوي و چې بیا په ٢٠١٨ کال کې په کابل کې اعدام شول.

د مدني ټولنې فعال (سماجي کارکن) میرویس آریا بیا پر خپل فیسبوک لیکلي چې د مهسا د وژل کیدو په شان غمجنې پیښې د هیواد په مختلفو علاقو کې کیږي، مگر خلک یې په زیاتو نه خبریږي.

میرویس آریا وایي: «د مهسا وژل کېدل، د درد خبره ده. داسې پیښې هره ورځ په دې هېواد کې، په بیلابیلو ډولونو یې ترسره کیږي و یوازې کله کله یوه برخه یې میډیا ته راوزي. د مجرمینو سزا به یوازې زمونږ درد راکم کړي، مگر د کورنۍ درد یې چې داسې ښکلې پرښته یې له لاسه ورکړې، نه کموي.»

که څه هم گڼ شمیر افغانانو له ریاست او ولسمشر غني څخه د مهسا د قاتلینو د فوري اعدام غوښتنه کړې ده، مگر یو شمیر بیا د قانون پر اصولي پړاوونو هم ټینگار کړی دی.

افغان خبریال، مصدق پارسا پر خپل فیسبوک لیکلي: «د اعدام د حکم غوښتلو کمپاین، لږ څه احساسي او عجولانه خبره ده. د داسې یو حکم ورکړه، زما او ستاسو، د ولسمشر، او د نورو حکومتي او یا پارلیماني چارواکو له وسه پورته خبره ده. دا یو ډېرکرغیړن، ځوروونکی، او وحشتناکه جنایت دی. د عدالت حکم به یې په اړه، په غالب گومان، اعدام وي. مگر مونږ باید د برالا عدالت او د هغه د حکم د تطبیق دپاره غږ اوچت کړو.»

ښاغلی مصدق زیاتوي چې که یوې قضیې ته د رسیدگۍ دپاره، د عدالتي نظام د نظرانداز کېدو زمینه برابرو کړو، دا به یوه بله ستونزه شي، که څه هم د هغه په وینا، د افغانستان عدالتي نظام «فاسد او بیکاره» دی.

XS
SM
MD
LG