لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د دفاع وزارت: لغمان کې تر ۱۱۰ زیاتو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې 


وزارت وویل د اتوار، يکشنبې، په شپه "دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړل."
وزارت وویل د اتوار، يکشنبې، په شپه "دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړل."

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي د لغمان ولایت د مرکز په اطرافو، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د جګړې په مهال د طالبانو د مخکښو قوماندانانو په ګډون تر ۱۱۰ زیاتو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وزارت وویل د اتوار، يکشنبې، په شپه "دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړل."

د وزارت د بیان ترمخه د عملیاتو "په پایله کې طالبانو د مخکښ قوماندان زلمی او ګن شمېر نورو قوماندانانو او بهرنيو ترهګرو په ګډون، تر ۵۰ زیات ترهګر وژل شوې او ۶۰ تنه نور ټپیان شوې دي."

وزارت وویل "د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له لورې له مرکز څخه تر الينګار پورې سيمي تصفيه شوي او د عليشنګ په لور ياد عمليات په برياليتوب سره پر مخ روان دي."

د دفاع وزارت د بیان نه وړاندې د جمعې په ورځ داسې رپورټونه راغلي وو چې د لغمان دولت شاه ولسوالي طالبانو نيولې ده.

ځايي خلکو او امنيتي سرچينو ویلي، په مهترلام کې د صوبې د مرکزي زندان سره توده جګړه روانه ده او دواړو خواو ته پکې مرګ ژوبلې هم اوښتي چې تفصيل يې مخې ته نه دی راغلی.

افغان رسنيو ويلي په څو ولسوالیو کې جګړو زور اخستی او ويل شوي د بغلان مرکز پل خمرې ته نزدې ولسوالۍ نيول شوې او جګړه روانه ده.

طالبانو په داسې حال کې بريدونو ته زور ورکړی چې امریکا د افغانستان خپل ځواکونه اوباسي.

ويل شوي طالبانو تراوسه څلور ولسوالۍ نيولي او څو ولايتي مرکزونو ته يې دړکه ورکړې ده چې پکې دوه د مرکز کابل څخه په 70 کلوميټره فاصله باندې دي.

په روانه مياشت کې په جګړو کې د سوونو په شمېره کې د افغانانو د وژل کېدو خبرونه مخې ته راغلي دا په داسې حال کې چې د وړوکي اختر په موقع د درېو ورځو جنګ بندي هم شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG