لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

22:01 17.8.2021

په قطر کې طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کندهار ته ورسېدو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ملا عبدالغني برادر د یو پلاوي ترڅنګ کندهار ته ورسېدو.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر ترجمان محمد نعیم د ټوېټر دلارې کندهار ته د برادر د رسېدو اعلان وکړوږ

محمد نعیم په ټوېټر ولیکل: "نن ماسپښین دافغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د محترم ملا برادر آخند په مشرۍ له قطر هیواد څخه روان او مازدیګر مهال خپل ګران هيواد ته ورسید او دقندهار په هوایي ډګر کې ښکته شو."

21:15 17.8.2021

طالبان: په نوي حکومت به ټول افغانان نمایندګي لري

کابل ته طالبانو د رسېدو وروسته خپلې لومړۍ خبري غونډه کې د ډلې ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل د یو داسې حکومت د جوړېدو دپاره کوښښونه دوام لري چې ټول افغانان به پکې نمایندګي لري.

د وي او ای اشنا څانګې ترمخه ښاغلي مجاهد د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې له خبریالانو سره خبرې کولې.

د دې نه وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ترجمان سهېل شاهین د وي او ای انګریزۍ څانګې ته وویل د نوي حکومت جوړولو دپاره طالب مشران د نورو افغان ډلو او افغانستان دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو اترو کې مصروف دي.

ښاغلي شاهین وي او ای ته قطر نه د ټېلې فون دلارې وویل په یو څو ورځو کې به واک منتقل کړی شي. هغه وویل د دغه حکومت اعلان به زر وکړی شي.

20:49 17.8.2021

فېس بک او ټېک ټاک وايي طالبانو ته ترهګر تنظیم په څېر ګوري

د سماجي رابطې وېب پاڼو فېس بک او ټېک ټاک ویلي د طالبانو سره تړلی مواد به د دوی په پلېټ فارم نه خپرول کېږي ځکه چې دوی طالبانو ته د ترهګر تنظیم په څېر ګوري.

د سي اېن بي سي ټېلې وژن د خبر ترمخه فېس بک ویلي د کمپنۍ یوه ډله په فېس بک نظر ساتي او د طالبانو تصویران، وډیوګانې او د طالبانو سره تړلی نور مواد لرې کوي.

د فېس بک ترجمان سي اېن بي سي ته ویلي چې د امریکايي قانون ترمخه طالبان یو ترهګر تنظیم ټاکل شوی دی نو ځکه پرې فېس بک هم بندیز لګولی دی.

د رپورټ ترمخه فېس بک په طالبانو د تېرو څو کلونو راهسې پابندي لګولې ده.

دا لا نه ده معلومه چې په دې اړه طالبان څه دریځ لري.

20:32 17.8.2021

امرالله صالح: زه سرپرست ولسمشر یم

د اشرف غني مرستیال امرالله صالح ویلي د افغانستان د ايين ترمخه هغه د افغانستان سرپرست صدر یا ولسمشر دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو ټوېټ کې پېغام کې امرالله صالح وویل د اساسي قانون دلاندې که چېرې افغان ولسمشر مستعفي، مړ شي او ای ملک پرېږدي نو لومړی نایب صدر سرپرست صدر شي.

خپل ټویټ کې امرالله صالح وویل هغه د افغانستان دننه موجود دی او د نورو مشرانو ملاتړ ترلاسه کولو دپاره یې ورسره رابطې کړي دي.

کابل ته د طالبانو د رسېدو وروسته اشرف غني د افغانستان نه وتلی. هغه ویلي دغه ګام یې د خونریزۍ د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.

په یو بل ټوېټ کې امرالله صالح خلکو ته بلنه ورکوي چې د هغه په قول په مزاحمت کې شامل شي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG