لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

16:08 30.9.2021

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکې دې په افغانستان کې پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ دولسو سېنېټرانو د صدر جوبایډن د حکومت نه غوښتنه کړې چې دوه لوړ پوړي چارواکي دې وګماري چې د هغو اهلیت لروونکو افغانان په راوېستلو کې مرسته وکړي چې امریکې مرسته یې کړې خو د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته په افغانستان کې پاتې دي.

سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل د هغې دفتر سره 1800 کسانو رابطه کړې ده. هغې وویل په دغو کسانو کې امریکايي شهریان، اېس ايي وي ویزه لروونکي، خبریالان او هغه قراردادي کارکوونکي شامل دي چې په کابل کې د امریکې په سفارتخانه کې یې کار کوولو.

سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي." هغې یو خط هم معارفي کړو چې د هغې ترڅنګ یولسو نورو سېنېټرانو هم دستخط کړی او غواړي چې صدر بایډن افغانانو دپاره د مرستې مامورین په وایټ هاوس کې وګماري.

د حزب اختلاف ریپبلېکن ګوند د افغانانو د مرستې دپاره قانون سازي کول غواړي.

02:45 30.9.2021

د امریکا دفاع وزیر او د پوځ دوو مشرانو د شورو/چهارشنبې په ورځ د کانګرس یوې کمیټې ته د افغانستان نه د امریکاییانو او اتحادیانو د راایستلو په اړه یوې اورېدنې کې معلومات ورکړل. په دې اورېدنه کې د کانګرس یو غړي په پوځي مشرانو ټینګار وکړ چې په تاجکستان کې ګېرپاته شوي افغان پایلټان باید راوباسي. هغه دا هم وویل چې تاجکستان او ازبکستان ته وړل شوي پوځي جهازونه دې طالبانو ته واپس نشي ځکه دا د امریکا وسایل دي چې افغان پوځ ته یې ورکړي و.

د شورو/چهارشنبې ورځې په دې اورېدنه کې، د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن د هغو افغان پایلټانو او نورو کارکنانو په اړه فکرمندي وښودله کوم چې امریکا د افغانستان د پوځ دپاره تربیه کړي و، خو وروسته چې د طالبانو په راتګ سره هغوی وتښتېدل، اوس په تاجکستان کې ګېر پاته دي.

پوره تفصیل په دې لاندې رپوټ کې لوستلی شئ:

16:08 29.9.2021

کانګرس کې په دویمه ورځ هم د افغانستان په اړه اورونه کېږي

د امریکې لوړ پوړي دفاعي مامورین به د شورو، چهارشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ هم افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په اړه د کانګرس په اورونه کې بیانونه ورکوي.

د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټن، د پوځي مشرانو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي او د مرکزي کمانډ یا سېنټ کام مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو مشر و، د هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز یا ایوان نمایندګان د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا کوي.

جنرل مارک مېلي
جنرل مارک مېلي

یوه ورځ وړاندې دغو مامورینو د سېنېټ یا د ایوان بالا د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا وکړه. په دغه اورونه کې د کانګرس غړو که یو خوا په افغانستان کې د امریکې اوږد ترین جنګ د ختمولو د فېصلې ستاینه وکړه نو بلخوا افغانستان نه د انخلا په ورستیو ورځو کې په رامنځته شوي ګډوډۍ یې تنقید وکړو.

د دفاع وزیر لوایډ اسټن طالبانو کابل ته د رسېدو وروسته افغانستان نه د امریکايي شهریانو او مرسته کوونکو افغانانو د راوېستلو بهیر وستایلو. هغه وویل که د انخلا عمل بې عېبه نه و خو بیا هم په هوار ډول ترسره شو او د امریکايي ځواکونو نه علاوه دا عمل بل کوم پوځ نشو ترسره کولی.

هغه وویل د امریکې په تاریخ کې دا د هوايي جهازونو دلارې د خلکو د راوېستلو ترټولو لوی عملیات وو او یوازې په 17 ورځو کې مکمل کړی شوو. هغه زیاته کړه اټکل کېدو چې امریکايي ځواکونه به تر 80000 پورې کسان راوباسي خو په دغه شمېره د 124000 نه زیاته ده.

06:38 29.9.2021

طالبان وايي د پخواني پاچا ظاهر شاه د وخت اساسي قانون به، د هغوی په وینا، د غېر شرعي مادو پرته په موقتي ډول عملي کوي خو ځينو افغان سیاستمدارانو او څېړونکو په لومړيو غبرګونونو کې ويلي د طالبانو دغه ګام ورته شونی يا عملي نه ښکاري او ګڼي چې طالبان په دې اعلان سره، صرف په دوی باندې راغلی نړېوال فشار لېرې کول غواړي.

دا چې طالبان به په رښتیا څومره وکړی شي د پخواني پاچا، ظاهر خان د وخت آئین په افغانستان کې عملي کړي، او د دې آئین کومې برخې به د طالبانو له نظره "د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره" په ټکر کې وي، دا لا معلومه نه ده خو په پخواني اساسي قانون کې ډېرې داسې مادې شته چې د طالبانو د واکمنۍ د طرز او ډول سره سمون نه خوري.

د ظاهرشاه د وخت اساسي قانون (آئین) ته که ځغلنده نظر واچوو، نو ښکاري چې اوس مهال یې د عملي کېدو په اړه د ځینو سیاستوالو او څېړونکو فکرمندۍ هم بېځایه ندي.

په دې اړه پوره تفصیل او د ظاهر شاه د واکمنۍ د مهال آئین مهمو برخو ته کتنه، د فؤاد لامع په دې لاندې رپوټ کې لوستلی شئ:


نور کتل

XS
SM
MD
LG