لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس غړی: تاجکستان او ازبکستان ته اړول شوي جهازونه، افغانستان پورې اړه نلري، د امریکا دي


افغان پایلټانو لسګونه پوځي جهازونه چې امریکا ورکړي و، له ځانه سره ازبکستان او تاجکستان ته وړي دي
افغان پایلټانو لسګونه پوځي جهازونه چې امریکا ورکړي و، له ځانه سره ازبکستان او تاجکستان ته وړي دي

د امریکا دفاع وزیر او د پوځ دوو مشرانو د شورو/چهارشنبې په ورځ د کانګرس یوې کمیټې ته د افغانستان نه د امریکاییانو او اتحادیانو د راایستلو په اړه یوې اورېدنې کې معلومات ورکړل.

په دې اورېدنه کې د کانګرس یو غړي په پوځي مشرانو ټینګار وکړ چې په تاجکستان کې ګېرپاته شوي افغان پایلټان باید راوباسي. هغه دا هم وویل چې تاجکستان او ازبکستان ته وړل شوي پوځي جهازونه دې طالبانو ته واپس نشي ځکه دا د امریکا وسایل دي چې افغان پوځ ته یې ورکړي و.

کله چې په اګسټ میاشت کې طالبانو افغانستان باندې قبضه ولګوله، نو د افغانستان د هوایي قواوو پرسنل په لسګونو پوځي جهازونو کې تاجکستان او ازبکستان ته ولاړل چې بیا هلته په قید کې وساتلی شول. تر اوسه معلومه نده چې هغه جهازونه به څه کیږي.

د امریکا د کانګرس غړي، آسټن سکاټ وویل، تاجکستان او ازبکستان باید په دې پوه شي چې هغه جهازونه طالبانو ته واپس کولی نشي. هغه وویل، "زه به خوشحاله شم چې که مونږ هغو دواړو ملکونو ته په لیکلې بڼه ووایو چې هغه وسایل امریکا ته تعلق لري، د افغانستان ندي."

د شورو/چهارشنبې ورځې په دې اورېدنه کې، د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن د هغو افغان پایلټانو او نورو کارکنانو په اړه فکرمندي وښودله کوم چې امریکا د افغانستان د پوځ دپاره تربیه کړي و، خو وروسته چې د طالبانو په راتګ سره هغوی وتښتېدل، اوس په تاجکستان کې ګېر پاته دي.

رائټرز خبري ادارې د یو رپوټ ترمخه، یو شمېر افغان پوځیان چې امریکا تربیه کړي و، اوس د تاجکستان د سرښار دوشنبې نه بهر، په یو کلیوالي او غرنۍ سیمه کې، په یو سېنېټوریم کې ساتل کیږي. هغوی د یوې میاشتې راهیسي دې ته انتظار دي چې امریکا به یې د تاجکستان نه بهر بیایي.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن (منځ کې)، د پوځ عمومي سرلښکر جنرال مارک مېلي، او د سنټکام مشر جنرل مکېنزي
د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن (منځ کې)، د پوځ عمومي سرلښکر جنرال مارک مېلي، او د سنټکام مشر جنرل مکېنزي

د رائټرز د رپوټ ترمخه، په ۱۴۳ افغانانو کې چې هلته دي، داسې یوه افغانه پایلټه هم شته چې د مېندوارۍ آخري وختونه یې دي.

د شورو/چهارشنبې په ورځ چې کله د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن د کانګرس یوې کمېټې ته خبرې کولې، نو د رېپبلېکن ګوند سره تعلق ساتونکي یو استازي آسټن سکاټ په دې باندې ډېر د مایوسۍ اظهار وکړ چې د تاجکستانه د افغان پایلټانو په راایستلو کې ولې ځنډ راغلی دی.

په جواب کې دفاع وزیر لویډ آسټن وویل: "مونږ به سمدستي له خارجه وزارت سره په رابطه کې شو چې وګورو دا کار څنګه کولی شو. زه هم ستاسو غوندې فکرمند یم."

د ريپبلېکن ګوند نه کانګرس کې دغه استازي د دفاع وزیر او د پوځ له مشرانو وغوښتل چې د تاجکستان نه د افغان پایلټانو په راویستلو کې مرسته وکړي، ځکه د سکاټ په وینا، د امریکا خارجه وزارت په دې برخه کې څه مرسته نده کړې.

یاده دې وي چې د ازبکستان نه یو شمېر افغان پایلټان د سټمبر میاشتې په ابتدا کې عربي متحده اماراتو ته ورسول شول، خو تاجکستان کې لا افغان پایلټان ګېر پاته دي.

د دې اورېدنې نه یوه ورځ مخکې، یعنې د نهې/سې شنبې په ورځ هم د امریکا دفاع وزیر او جګپوړو پوځي جنرالانو یې د سېنېټ یا د ایوان بالا د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا وکړه. په دغه اورېدنه کې د کانګرس غړو که یو خوا په افغانستان کې د امریکې اوږد ترین جنګ د ختمولو د فېصلې ستاینه وکړه نو بلخوا افغانستان نه د انخلا په ورستیو ورځو کې په رامنځته شوي ګډوډۍ یې تنقید وکړ.

XS
SM
MD
LG