لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۲۲ امریکایي سینیټرانو طالبانو سره دمرستو پسر په پاکستان دبندیزونو غوښتنه کړې


د امریکا د ريپبلکن ګوند 22ؤ سنېټرانو سنېټ ته يوه قانوني مسوده وړاندې کړې چې په کې د کابل د سقوط نه مخکې او وروسته او په پنجشير د طالبانو په برید کې د پاکستان د مبينه کردار دجاج اخستو او په پاکستان دبندیزنو لګولو غوښتنه شوې ده.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري دغه تجویز کړل شوې قانون سازۍ ته سخت غبرګون ښودلی او وایي اوس وخت راغلی هغه طاقتونه چې په افغانستان کې موجود وؤ دپاکستان د په نخښه کولو پرځائ خپلو ناکامیو ته وګوري.

څېړونکي پاکستان د امریکا پوځي امداد ته ضرورت نه لري خو وايي امریکا په پاکستان بندېزونه لګولی شي چې د پاکستان لپاره به مالي ستونزې سېوا کړي.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د امريکا د سنېټ د بهرنیو چارو د کمېټې غړي سنېتر جم ریش او د ريپبلکن ګوند نورو 21ؤ سنېټرانو په سنېټ کې د افغانستان د ترهګرۍ د مخنیوي او احتساب په نوم يوه قانوني مسوده وړاندې کړې چې داسې د صدر جو بایډن د انتظاميې د افغانستان څخه په بیړه دنقصانه د ډکې وتنې په اړه د ښکاره مسلو حل ولټوي.

دغه وړاندیز کړل شوې قانون سازي په دې اړه هم د کوټلي رپورټ غوښتنه کوي چې د افغانستان د شل کلن جنګ پر مهال چا د طالبانو ملاتړ کړی، د اګست په مېنځ موده کې په کابل د قبضې او د پنجشېر په حمله کې چا ،چا د طالبانو سره مرسته کړې ده.

په دغه مجوزه قانون سازۍ کې د بهرنیو چارو د وزیر څخه دا هم غښتل شوي چې هغه دې ددفاع د وزیر او دملي استخباراتو دمشر یا ډایریکټر په مشوره د کانګرس اړونده کمېټيو ته د هغه تنظيمونو په هکله رپورټ وړاندې کړي چا چې د طالبانو سره مرسته او کومک کړی.

وېل کېږي چې په لمړي رپورټ کې به د کال 2001م او 2020م په مېنځ موده کې د طالبانو سره د پاکستان په ګډون د رياستي او غېر رياستي کردارونو د مرستې ملاتړ احاطه کولی شي چې پکې به د طالبانو سره د پاکستان لخوا د تربيت، تکنيکي او سټراټيجي مرستو جاج اخستل کېږي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي ريپبلکن پارټي د امریکا د امنیت او نړیوال سياست په چارو کې په روايتي توګه سخت دريځ لري.

هغه وايي د امريکا په سل کسيزه سنېټ کې دوه ويشت سنېټران لويې زور لري او ددې قانون په لړ کې د ډېموکرېټک ګوند سنېټران هم د هغوئ مرسته کولی شي.

نوموړی دا تاثر ردوي چې ګني د ريپبلکن ګوند ددې قانون مقصد په کورني سیاست کې د باېډن په انتظاميې سياسي فشار اچول دي او وايي نه ګڼي په داسې کولو سره ريپبلکن ګوند ته کومه سمدستي ګټه رسېدی شي.

دې وايي د طالبانو لپاره په نړيوال کچ وکالت کول، کابل ته د ايي ایس ایي د مشر فېض حميد ښکاره سفر او په تېره د وزير اعظم عمران خان دا وینا چې طالبانو د غلامۍ زنځيرونه مات کړل هغه څېزونه دي چې په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنې او د طالبانو د ملاتړ ګواهي ورکوي.

نوموړی زیاتوي دا هرڅه په راتلونکې کې پاکستان د مشکل حالت سره مخ کولی شي چې پکې به اقتصادي او نظامي بندېزونه شامل وي.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري د امريکايي سنېټرانو دغه ګام ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې پاکستان به يو ځل بيا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا د اتحادي جوړېدو قېمت ورکوي.

په ټوېټر يو بېان کې مزاري ویلي چې په اقتصادي او عسکري توګه دطاقتورې امریکې او ناټو شل کلنې موجودګۍ په افغانستان کې شاته ګډوډۍ پرېښودې دي، هلته د واکمنۍ باثباته ځاندره نشته او هم په دې ناکامۍ پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړولی شي.

مزاري د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د کردار منلو هم انکار کړی او وايي دا د پاکستان جنګ نه ؤ خو بیا هم پکې پاکستان دخپلو اتياؤ زرو وګړو قرباني ورکړې، اقتصاد یې خراب شوی او د 450 ډرون بريدونو پرې شوي.

د دفاعي چارو کارپوهه او دپاکستان دپوځ پخوانی جرنېل امجد شعېب ډيوه ته وايي دا پاکستان ته د امریکا سره د ملګرتیا سزا ورکول دي.

نوموړي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د اقتصادي او ځاني زیانونو یادونه کوي او وايي که امريکا د پاکستان سره ښې اړیکې لرل غواړي نو پاکستان ورسره نورې همکارۍ ته چمتو دی خو که امريکا اړيکې نه غواړي نو بیا به پاکستان امریکا ته په افغانستان کې د پښې ايښودلو ځائ هم ورنکړي.

امجد شعېب وايي باید چې د پاکستان پارلیمان ددې عمل غندنه وکړي او ددې پرضد دې قرارداد هم پاس کړي.

دی وايي پاکستان د امریکا پوځي مرستو ته اړتیا نه لري. خو امریکا د پاکستان پرضد نړیوال مالياتي سازمان ايي اېم ایف او فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس کارولی شی او ېا پرې اقتصادي بندیزونه لګولی شي.

هغه وايي پاکستان دا وخت په مالي او اقتصادي توګه کمزوری دی او بندېزونه ورته کشالې پېدا کولی شي.

څېړونکي وايي ددغه مجوزه قانون مقصد په طالبانو او پاکستان فشار اچول دي او وايي دا ښي چې د پاکستان او امریکا تعلقات د سودا بازۍ په بنسټ روان دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG