لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کانګرس کې په دویمه ورځ هم د افغانستان په اړه اورونه کېږي


لواېډ اسټن

کانګرس کې په دویمه ورځ هم د افغانستان په اړه اورونه کېږي

د امریکې لوړ پوړي دفاعي مامورین به د شورو، چهارشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ هم افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په اړه د کانګرس په اورونه کې بیانونه ورکوي.

د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټن، د پوځي مشرانو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي او د مرکزي کمانډ یا سېنټ کام مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو مشر و، د هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز یا ایوان نمایندګان د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا کوي.

یوه ورځ وړاندې دغو مامورینو د سېنېټ یا د ایوان بالا د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا وکړه. په دغه اورونه کې د کانګرس غړو که یو خوا په افغانستان کې د امریکې اوږد ترین جنګ د ختمولو د فېصلې ستاینه وکړه نو بلخوا افغانستان نه د انخلا په ورستیو ورځو کې په رامنځته شوي ګډوډۍ یې تنقید وکړو.

د دفاع وزیر لوایډ اسټن طالبانو کابل ته د رسېدو وروسته افغانستان نه د امریکايي شهریانو او مرسته کوونکو افغانانو د راوېستلو بهیر وستایلو. هغه وویل که د انخلا عمل بې عېبه نه و خو بیا هم په هوار ډول ترسره شو او د امریکايي ځواکونو نه علاوه دا عمل بل کوم پوځ نشو ترسره کولی.

هغه وویل د امریکې په تاریخ کې دا د هوايي جهازونو دلارې د خلکو د راوېستلو ترټولو لوی عملیات وو او یوازې په 17 ورځو کې مکمل کړی شوو. هغه زیاته کړه اټکل کېدو چې امریکايي ځواکونه به تر 80000 پورې کسان راوباسي خو په دغه شمېره د 124000 نه زیاته ده.

ــــــــــــ

طالبان وايي د پخواني پاچا ظاهر شاه د وخت اساسي قانون به، د هغوی په وینا، د غېر شرعي مادو پرته په موقتي ډول عملي کوي خو ځينو افغان سیاستمدارانو او څېړونکو په لومړيو غبرګونونو کې ويلي د طالبانو دغه ګام ورته شونی يا عملي نه ښکاري او ګڼي چې طالبان په دې اعلان سره، صرف په دوی باندې راغلی نړېوال فشار لېرې کول غواړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت، په یو بیان کې راغلي چې د طالبانو د حکومت د عدلیې نګران وزیر مولوی عبدالحکیم شرعي، د چین سفیر سره په ملاقات کې ویلي: "اسلامي امارت به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو څخه پرته چې د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي د مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي."

د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او د امریکې پخوانی صدر جان اېف کېنېډي
د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او د امریکې پخوانی صدر جان اېف کېنېډي

د افغانستان پخواني وزیر او په امریکا کې مېشت څېړونکي علي احمد جلالي وي او اې ډیوه ته وویل، طالبان غواړي نړۍ ته وښيي چې دوی د قانون عملي کولو پابنده دي نو ځکه د افغانستان د پخواني باچا محمد ظاهر شاه د وخت اساسي قانون په لنډ مهاله ډول عملي کوي، خو د دې هدف یوازې د خپل خوښې د تعبیراو تفسیر پلې کول او د خلا ډکول دي.

دا چې طالبان به په رښتیا څومره وکړی شي د پخواني پاچا، ظاهر خان د وخت آئین په افغانستان کې عملي کړي، او د دې آئین کومې برخې به د طالبانو له نظره "د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره" په ټکر کې وي، دا لا معلومه نه ده خو په پخواني اساسي قانون کې ډېرې داسې مادې شته چې د طالبانو د واکمنۍ د طرز او ډول سره سمون نه خوري.

د ظاهر شاه د وخت آئین

د پخواني پاچا محمد ظاهر خان د وخت آئین (اساسي قانون) په کال ۱۹۶۴ کې تصویب شوی و چې یوولس (۱۱) فصله او او یو سلو و اته ویشت (۱۲۸) مادې (دفعې) درلودلې.

د هغه نه پس چې افغانستان کې څه آئینونه یو په بل پسې جوړ شول، ټول څه ناڅه د ظاهر خان د وخت اساسي قانون په هډانې باندې ولاړ ښکارېدل.

د افغانستان د سولې په هغو مذاکراتو کې چې په قطر کې روان و، داسې رپوټونه ورکول کېدل چې طالبانو د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون په تطبیق باندې ټینګار درلود.

د افغانستان د پخواني نایب صدر، سرور دانش په شمول، یو شمېر قانون پوهان په دې نظر و چې د ظاهرشاه د وخت په آئین کې فردي آزادي او بشري حقونه په واضحه توګه ندي بیان شوي، مګر بیا هم پکې د ریاست درې ګونه رکنونه - حکومت، قضا (عدالت) او پارلېمان یا شورا – سره بېل شوي، د خلکو زیات حقونه خوندي شوي، د حکومت ذمه واري معلومه شوې او انتخابات، حکومت ته د رسېدو لاره بلل شوې ده.

د افغانستان د ۱۹۶۴ کال آئین په یوولسو فصلونو کې جوړ شوی دی
د افغانستان د ۱۹۶۴ کال آئین په یوولسو فصلونو کې جوړ شوی دی

د ظاهرشاه د وخت اساسي قانون (آئین) ته که ځغلنده نظر واچوو، نو ښکاري چې اوس مهال یې د عملي کېدو په اړه د ځینو سیاستوالو او څېړونکو فکرمندۍ هم بېځایه ندي.

اهمې او د فکرمندۍ وړ مادې (دفعې)

د آئین په ټولو ۱۱ فصلونو کې داسې مادې شته چې تطبیق یې اوس مهال په افغانستان کې د پوښتنې وړ ګرځېدلی شي:

اول فصل:

د ۱۹۶۴ کال د آئین اول فصل د دولت (ریاست) په اړه دی، او په لومړۍ ماده (دفعه) کې یې راغلي، "...ملي حاکمیت په افغانستان کښې په ملت پورې تعلق لري."

طالبان دعوه لري چې ملت (اولس) د دوی سره ولاړ دی، مګر دا چې آیا اولس په رښتیا طالبان واک اختیار باندې غواړي او که نه، دا یوازې هله معلومېدلی شي چې د افغانستان د ټولو خلکو نه پوښتنه وشي.

د اول فصل په څلورمه ماده کې راغلي چې، " دافغانستان بېرغ له درېیو ټوټو جوړ دی چه رنګونه یې تور، سور او شین دی..." طالبانو تر اوسه ملي بېرغ ندی منلی او چې واک ته ورسېدل، نو له حکومتي ادارو او صدارتي اېوان (ارګ) نه یې هم د افغانستان ملي بېرغ راکښته، او خپل د ډلې سپین بېرغ یې پورته کړ.

د طالبانو په سپین بېرغ او د افغانستان د ملي بېرغ په نښان باندې طیبه کلمه لیکل شوې، او د شریعت له اړخه کوم اختلاف په کې نشته. دا به اوس معلومیږي چې طالبان د ظاهرشاه د وخت آئین دا ماده مني او که د منسوخه ګرځولو دپاره یې څه بهانه راوړي؟

دویم فصل:

د ۱۹۶۴ کال د آئین دویم فصل د پاچا په اړه دی، چې افغانستان کې د شاهي نظام د نشتون له وجې، هغه فصل بالکل اوس د تطبیق وړ نه ښکاري.

د طالبانو د نظام په سر کې، د دوی په وینا یو "امیرالمومنین" دی چې اوس دا عهده د مولوي هبت الله آخندزاده ده. دا چې هغه اوس چېرته دی، چا ته نه دی معلوم. طالبان وایي، هغه څو کاله وړاندې د "دیني عالمانو" لخوا ټاکل شوی دی.

درېیم فصل:

تر ټولو اهم فصل به دا ځل د هغه آئین درېیم فصل وي چې د خلکو د بنیادي حقونو او فرایضو په اړه دی.

د دې آئین په شپږویشتمه ماده کې راغلي: "... د انسان آزادي او کرامت د بلوسې نه په امن دی او بېلتون نه قبلوي...هېڅ کړه، جرم نه ګڼل کیږي مګر هله چه د یو داسې قانون په موجب جرم وبلل شي چه د دغې کار له کولو نه مخکښې نافذ شوی وي..."

اوس مهال طالبانو یوازي د یو پخواني اساسي قانون د عارضي نافذېدو خبره کړې ده، مګر د نورو فرعي قوانینو په اړه څه روښان دریځ نلري، بلکه ټینګار یې په شریعت دی. نو دا نه ده معلومه چې د جرمونو په اړه د جوړو شویو قوانینو حال به څه وي؟

د همدې شپږوېشتمې مادې په بله برخه کې راغلي: "د انسان کړول (شکنجه) جواز نه لري..... له انساني کرامت نه مخالفه سزا ټاکل جواز نلري."

طالبان چې د جګړې په زور یې واک اختیار اخیستی، تر اوسه د انتخاباتو څه خبره نه کوي
طالبان چې د جګړې په زور یې واک اختیار اخیستی، تر اوسه د انتخاباتو څه خبره نه کوي

خو په طالبانو تل دا تنقید روان دی چې دوی په سزا ورکولو کې بشري کرامت په پام کې نه ساتي. طالبانو په دې وروستیو کې هرات ولایت کې د څلورو سړي تښتوونکو مړي، په ډېر بد حال ښار کې وځړول. همدا ډول په سوشل میډیا باندې داسې تصویرونه مخې ته راغلي چې طالبانو د غلا په تور نیول شویو کسانو مخونه تور کړي او په غاړه یې ورته بوټان اچولي دي.

آیا طالبان به د پخواني آئین په تطبیقولو سره داسې سزاګانې بندې کړي؟ دا به حالات وښایي.

د اظهار رآی آزادي د ۱۹۶۴ کال د آئین بله مهمه ځانګړنه ده چې اوس یې په افغانستان کې د تطبیق کېدو په اړه شکونه شته. د دې آئین د درېیم فصل په یودېرشمه ماده کې راغلي: "د فکر او بیان آزادي د بلوسۍ نه په امن ده. هر افغان حق لري چه د قانون د حکمونو سره سم، په وینا، لیکنه، تصویر او یا داسې نورو وسیلو خپل فکر څرګند کړي..."

همدا راز د دې فصل په دوه دېرشمه ماده کې د سیاسي ګوندونو په جوړلو کې د خلکو حق خوندي شوی، او دا به هم کتل وي چې طالبان بغیر د ځان نه، په ملک کې د نورو ګوندونو فعالیت لیدلی شي او که نه، او بل دا چې که واک اختیار ټول دایمي د طالبانو لاس کې وي او د دوی "امیرالمومنین" دایمي وي، نو د سیاسي ګوندونو د جوړېدو مقصد به څه وي؟

د پخواني پاچا، ظاهر خان د وخت آئین کې، حکومت ذمه وار ګرځول شوی چې ټولو ته د تعلیم زمینه برابره کړي. په څلوردېرشمې مادې کې راغلي: "تعلیم د افغانستان د ټولو وګړو حق دی." په دې کې د جینکو او هلکانو فرق ندی شوی. خو طالبانو باندې یو اهم تنقید دا دی چې دوی جینکۍ تعلیم ته نه پرېږدي. اوس مهال افغانستان کې جینکۍ یوازې حق لري چې د سکول ابتدایي کلاسونو ته ولاړې شي، خو سېکنډري سکولونو، هائی سکولونو، او یونیورسټیانو ته د تلو حق ندی ورکړل شوی. که طالبان د پخواني آئین عملي کول غواړي، نو جینکیو ته به هم پوره د تعلیم حق ورکوي.

د دې فصل په اووه دېرشمه ماده کې ویل شوي: "کار د هر افغان حق او د غاړې فرض دی چې د کولو وس یې لري."

په دې ځای کې بیا هم د ښځې او نارینه فرق ندی شوی. خو نن سبا طالبانو ډېری ښځې له کارونو منعه کړي دي.

څلورم فصل:

د ۱۹۶۴ کال د افغانستان آئین څلورم فصل، د قانون جوړوونکې څانګې – پارلېمان – دپاره ځانګړی شوی دی.

طالبان، چې د جګړې په قوت یې په افغانستان قبضه لګولې او واک اختیار ته رسېدلي، تر اوسه نده معلومه چې د پارلېمان او یا انتخاباتو په اړه به پس د دې څه دریځ غوره کړي.

د شاهي آئین په يو څلوېښتمه ماده کې راغلي چې، "...د افغانستان خلک د شورا (اسمبلې) د لارې د مملکت په سیاسي ژوند کښې برخه اخلي..."

د آئین تر مخه، شورا یا پارلېمان دوه اېوانه لري: ولسي جرګه او د مشرانو جرګه یا سنېټ چې د دوی د جوړېدو طریقه هم په واضحه توګه بیان شوې او په دري څلوېښتمه ماده کې ویل شوي: "د ولسي جرګې غړي د آزادو – عامو، پټو او سماسمو (نېغ په نېغه) انتخاباتو په ذریعه د قانون د حکمونو سره سم د افغانستان د خلکو له خوا غوره کیږي..."

طالبان جمهوریت د اسلامي او افغاني اصولو خلاف ګڼي او انتخابات یې تر اوسه ندي منلي. که چېرته طالبان انتخابات ترسره نکړي، نو څنګه به شورا یا پارلېمان جوړيږي؟ دا به هم لویه پوښتنه وي.

پنځم فصل:

د پخواني پاچا د دور په آئین کې پنځم فصل د لویېجرګې په اړه دی. طالبانو پخپلې اولې دورې واکمنۍ کې (۲۰۰۱-۱۹۹۶)، هېڅ کومه لویه جرګه جوړه نکړه، بلکې کله چې د اسامه بن لادن په سر یې امریکا سره شخړه راغله، نو د ديني عالمانو شورا یې راوغوښته چې په دغسې یوې ملي (قامي) موضوع باندې فیصله وکړي.

د ۱۹۶۴ آئین په اته اویاومه ماده کې ویل شوي چې، "لویه جرګه د شورا له غړو او ولایاتو د جرګو له مشرانو څخه جوړیږي..."

نو چي انتخابات، شورا، او ولایتي جرګې نه وي، طالبان که د لویې جرګې خیال هم وکړي، نوپه کوم طریقه کار به لویه جرګه راوغواړي، دا هم د پوښتنې وړ خبره ده.

شپږم فصل:

د پخواني پاچا د وخت آئین پخپل شپږم فصل کې د حکومت بحث کوي او وایي چې حکومت (وزیراعظم او وزیران یې) په کار ده د پارلېمانه د باور رایه واخلي.

په نهه اتیاومه ماده کې راغلي: "...د حکومت غړي او تګلاره د صدراعظم له خوا اولسي جرګې ته وړاندې کیږي او جرګه د مباحثې نه پس په حکومت باندې د باور په باب خپله فیصله کوي."

همدا راز په دې فصل کې ویل شوي چې حکومت به پارلېمان ته چې د خلکو استازي دي، د خپلو کارونو جواب ورکوي، مګر اوس به د طالبانو حکومت چا ته جواب ورکوي؟ دا ښکاره نده.

اووم فصل:

د افغانستان د ۱۹۶۴ کال آئین کې، قضایي نظام ځان ته ځانګړی قوت ګڼل شوی او د قاضیانو د ټاکلو طریقه کار هم واضح شوی دی.

اتم فصل:

د دې آئین په اتم فصل کې د ادارې (انتظامیې) په هډانې خبرې شوي دي.

په یو سل و نهمه ماده کې راغلي: "په هر ولایت کښې یوه د ولایت جرګه جوړیږي. د ولایت د جرګې غړي د آزادو او عامو سماسمو او پټو انتخاباتو له لارې د ولایت د خلکو له خوا غوره کیږي..."

په تېرو شلو کلونو کې افغانانو څو ځله انتخابات تجربه کړل
په تېرو شلو کلونو کې افغانانو څو ځله انتخابات تجربه کړل

بیا هم دا پوښتنه راولاړیږي چې طالبان به انتخابات کوي او که نه؟ که ویې نکړي، نو د ولایت جرګې به څنګه جوړې شي؟

همدا راز د دې فصل په یو سل و لسمه ماده کې د سیمه ایزې ادارې د سمون دپاره د قوانینو د جوړېدو ویل شوي، خو طالبان که انتخابات او پارلېمان ونلري دا فرعي قوانین به څنګه جوړوي؟ او یا دا چې د تېرو شلو کلونو جوړ شوي قوانین به عملي کیږي؟

پاته فصلونه:

په آئین کې پاته نهم فصل، د بېړني حالاتو، لسم فصل، د آئین د تعدیل (ترمیم)، او یوولسم فصل، د انتقالي (د هغه وخت موقتي) حکومونو په اړه دي.

غبرګونونه:

د علي احمد جلالي پرته، ځینو نورو سیاستمدارانو او څېړونکو هم د طالبانو اعلان په اړه اندېښنې ښودي.

د افغانستان یو سیاستمدار، عبداللطیف پدرام د بي بي سي-فارسي سره په مرکه کې ویلي چې طالبان هسې غواړي نړۍ دوکه کړي. پدرام زیاته کړه: "نه پوهېږم چې طالبان د ظاهرشاه د آئین کومه برخه کارول غواړي. خو هغه څه چې ښکاره دي، هغه دا دي چې طالبان په مبینه توګه غواړي وښيي چې د فشار لاندې، (له خپل دریځه) یو ډول په شا تګ کوي او په دې توګه دوی نړېواله برادري ته دوکه ورکول غواړي. خو دوی به هغه آئین هم عملي نکړي."

طالبان خپل حکومت ته "د افغانستان اسلامي امارت" ټکی کاروي.

د ظاهرشاه د ایین په اړه د طالبانو په اعلان سیاسي فعال افراسیاب خټک وویل طالبان د خپلو ملاتړ کوونکو په مشوره خپل "امارت" د پټولو دپاره د ظاهر شاه ايين استعمالوي.

افراسیاب خټک په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د طالبانو د دغه ګام هدف د "طالبانایزېشن" یا د طالبانو د رجحان نه پېدا کېدونکي ترهګرۍ او تندروۍ په اړه د روس او چین تشویش لرې کول دي.

خو د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غنی یو پخوانی سلاکار عبدالستار سعادت د پاچا د وخت آئین نافذېدو هرکلی کړی دی. سعادت پخپل ټویټر کې لیکلي:

بل اړخ ته د سمېع سمسور په نوم د حکومتدارۍ د چارو یو څېړونکي پخپل ټویټر لیکلي:

"لومړی باید طالبان د افغانستان د اوسني اساسی قانون شرعي مشکلات خلکو ته وښيئ بیا دې د ظاهر شاه د دورې قانون تطبیق کړي. له هر څه سره ولې بې ځایه خصومت (دښمني) کیږي؟"

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۱۹ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG