لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د موقتي مودې دپاره به د ظاهر شاه د وخت ايين نافذ کوو


په فېس بک د بیان ترمخه عبدالحکیم شرعي وویل د ظاهرشاه د وخت ايين به د "هغو موادو پرته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي" عملي کولی شي
په فېس بک د بیان ترمخه عبدالحکیم شرعي وویل د ظاهرشاه د وخت ايين به د "هغو موادو پرته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي" عملي کولی شي

د طالبانو په موقتي کابینه کې د عدليي وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي ویلي د افغانستان د پخواني باچا محمد ظاهر شاه د وخت ايين به د عارضي وخت دپاره نافذ کوي.

د عدليي وزارت په فېس بک په خپله پاڼه وویل شرعي د موقتي وخت دپاره د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون د عملي کولو خبره د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د چین سفیر سره په ملاقات کې وکړه.

په فېس بک د بیان ترمخه عبدالحکیم شرعي وویل د ظاهرشاه د وخت ايين به د "هغو موادو پرته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي" عملي کولی شي.

بیان د شرعي له قوله وویل " اسلامي امارت به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو څخه پرته چې د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي د مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي."

د ظاهرشاه د ایین په اړه د طالبانو په اعلان سیاسي فعال افراسیاب خټک وویل طالبان د خپلو ملاتړ کوونکو په مشوره خپل "امارت" د پټولو دپاره د ظاهر شاه ايين استعمالوي.

افراسیاب خټک په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د طالبانو د دغه ګام هدف د "طالبانایزېشن" یا د طالبانو د رحجان نه پېدا کېدونکي ترهګرۍ او تندروۍ په اړه د روس او چین تشویش لرې کول دي.

د طالبانو په اعلان یو بل تبصره کوونکي وویل د ظاهرشاه د وخت ايين د ټول واکۍ عکاسي کوي.

ندیم عسکر په ټوېټرې خبله تبصره کې وویل "د دغه قانون له مخۍ ټولواک ظاهر شاه نه ولس او نه هم پارلمان ته په جواب ورکولو مکلف وو."

شرعيي وویل طالبان د نورو ملکونو سره ښې اړيکي غواړي او نورو ملکونو ته باور ورکوي چې د افغانستان خاوره به يې په ضد نه استعمالیږي.

د ظاهر شاه د وخت ايين په اړه د وي او ای اشنا څانګې په خپل رپورټ کې وايي د پخواني محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون د ۱۱ فصلونو او ۱۲۸ مادو په لرلو سره په ۱۳۴۳ لمریز کال کې نافذ شوی و.

له دغه قانون څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د انتقالي دورې پر مهال هم د نوي اساسي قانون تر تصویبېدو د لنډ مهال لپاره استفاده کېدله.

طالبانو پر کابل تر حاکمیت مخکې د دغه هیواد له اساسي قانون سره مخالفت ښودلی و او «سوچه اسلامي نظام» یې ټینګار کړو.

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه دورې اساسي قانون په لومړۍ ماده کې راغلي و "افغانستان د مشروطه نظام لرونکی، خپلواک، واحد او د تجزیې وړ نه دی هیواد دی."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG