لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

22:11 28.9.2021

لویډ اسټن: د افغان پوځ نسکورېدلو د پېنټګان چارواکي حېران کړل

د امریکې د دفاع وزیر لویډ اسټن د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانګرس یوې ډلې ته وویل چې د افغان پوځ په ناڅاپه ډول نسکورېدلو د پېنټګان چارواکي حېرانه کړي وو.

لویډ اسټن دا هم وویل چې په افغانستان کې د جنګ د یو شمېر اړخونو په اړه ناسمې اندازې لګول شوي وې چې پکې د اداري فساد او د افغان ځواکونو د مورال په اړه ناسم اټکلونه شامل وو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه لویډ اسټن د کانګرس د ایوان بالا یا سېنېټ د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ د افغانستان نه د امریکې د انخلا په اړه اورونې ته وویل "دې حقیقت چې افغان پوځ چې مونږ او زمونږ همکارانو تربیه کړی و د یوې ډزې بغیر غېب شو، مونږ ټول یې حیران کړوو."

سېنېټ او د کانګرس د نمایندګانو اېوان یا هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اورونې شروع کړي دي.

په سېنېټ کې اورونه به د شورو، چهارشنبې، په ورځ هم دوام لري. په هاوس کې اورونه به د شورو، چهارشنبې، په ورځ شروع کېږي.

سېنېټر جېمز اېن هوف
سېنېټر جېمز اېن هوف

دوه هفتې وړاندې د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن هم د کانګرس په دغه ډول اورونه کې وېنا کړې وه او که څه هم په دغه اورونه کې د هغه د استعفا غوښتنه شوي وه خو هغه افغانستان نه د ستنېدلو د صدر جوبایډن د فېصلې دفاع وکړه.

د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ صدر بایډن مخالفین افغانستان نه د انخلا په بهیر تنقید کوي.

د سېنېټ په کمېتۍ کې د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړي سېنېټر جېمز اېنهوف افغانستان نه د انخلا په بهیر کې د ګډوډۍ الزام په صدر بایډن پورې کړو او رویټرز په خپل رپورټ کې وویل سېنېټر اېنهوف وویل صدر بایډن د پوځي مشرانو سفارشات نظر انداز کړل او د انخلا وروسته یې یو شمېر امریکايي شهریان شا ته په افغانستان کې پرېښودل.

رویټرز د سېنېټر اینهوف له قوله وویل "مونږ د صدر دلاسه جوړ شوي بوږنوونکي حالات ولیدل."

د امریکې د پوځي مشرانو د مشترکې کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي د سېنېټ اورونې ته وویل په کوم رفتار چې طالبانو افغانستان ونیولو د دې اندازه ورته نه وه خو هغه دا خبره په ډاګه کړه چې په 2010 کې پوځ ویلي وو که چېرې بغیر د څه شرایطو امریکايي ځواکونه په چټکتیا د افغانستان نه ووځي نو داسې حالات جوړېدلی شي چې په نتیجه کې یې د افغانستان پوځ او حکومت نسکورېدلی شي.

19:36 28.9.2021

طالبان وايي د ظاهر شاه د وخت ايين به په عارضي ډول نافذ کوي

د طالبانو په موقتي کابینه کې د عدليي وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي ویلي د افغانستان د پخواني باچا محمد ظاهر شاه د وخت ايين به د عارضي وخت دپاره نافذ کوي.

د عدليي وزارت په فېس بک په خپله پاڼه وویل شرعي د موقتي وخت دپاره د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون د عملي کولو خبره د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د چین سفیر سره په ملاقات کې وکړه.

په فېس بک د بیان ترمخه عبدالحکیم شرعي وویل د ظاهرشاه د وخت ايين به د "هغو موادو پرته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي" عملي کولی شي.

بیان د شرعي له قوله وویل " اسلامي امارت به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو څخه پرته چې د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي د مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي."

شرعيي وویل طالبان د نورو ملکونو سره ښې اړيکي غواړي او نورو ملکونو ته باور ورکوي چې د افغانستان خاوره به يې په ضد نه استعمالیږي.

د ظاهر شاه د وخت ايين په اړه د وي او ای اشنا څانګې په خپل رپورټ کې وايي د پخواني محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون د ۱۱ فصلونو او ۱۲۸ مادو په لرلو سره په ۱۳۴۳ لمریز کال کې نافذ شوی و.

له دغه قانون څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د انتقالي دورې پر مهال هم د نوي اساسي قانون تر تصویبېدو د لنډ مهال لپاره استفاده کېدله.

طالبانو پر کابل تر حاکمیت مخکې د دغه هیواد له اساسي قانون سره مخالفت ښودلی و او «سوچه اسلامي نظام» یې ټینګار کړو.

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه دورې اساسي قانون په لومړۍ ماده کې راغلي و "افغانستان د مشروطه نظام لرونکی، خپلواک، واحد او د تجزیې وړ نه دی هیواد دی."

15:55 28.9.2021

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په اړه به کانګرس کې د پوځي مامورینو نه پوښتنې کېږي

د امریکې پوځي او دفاعي مامورین به د نهې، سه شنبې، په ورځ په کانګرس کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو او د انخلا په ورستیو ورځو کې د ګډوډۍ په اړه د پوښتونو سره مخامخ کیږي.

د فاع وزیر لویډ اسټن، د امریکې د پوځ د مشرانو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي او د پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي به د سېنېټ یا ایوان بالا د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ په اورونا کې حاضرېږي او په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د ختمېدو او په اینده کې د ترهګرۍ د مخنیوي د تګلارې په اړه وېنا کوي.

لویډ اسټن
لویډ اسټن

خپله صدر جو بایډن او د امریکې د دفاع وزارت افغانستان نه د ځواکونو د راوېستلو د فېصلې دفاع کړې ده. د امریکايي چارواکو په وېنا طالبانو واک ته د رسېدو نه پس امریکايي ځواکونو افغانستان نه تر 120000 پورې کسان راوېستلي دي.

د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ ځینې غړي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په بهیر تنقید کوي.

19:06 27.9.2021

ای اېف پي: د افغانستان استازي د ملګرو ملتونو د بحث نه ځان ووېستلو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي چې د ګل، دوشنبې، په ورځ به یې په جنرل اسمبلۍ کې وېنا کوله د بحث نه یې ځان وېستلی دی.

غلام اسحاق زی چې د افغانسستان پخواني صدر اشرف غني په حکومت کې په ملګرو ملتونو کې د افغان استازي په توګه ګمارل شوی و.

ټاکل شوي وه چې ښاغلي اسحاق زي به د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ 76 غونډې ته په خپل نوبت وېنا کوله.

غلام اسحاق زی
غلام اسحاق زی

خو ای اېف پي خبري ادارې وویل د اسحاق زی نوم د ګل، دوشنبې، په ورځ د وېنا کوونکو د فهرست نه لرې کړی شوی و.

د اسمبلۍ د صدر ترجمانې مونیکا ګرېلي ای اېف پي ته وویل "هېواد ( افغانستان) په عام بحث کې د شرکت نه ځان وېستلی دی."

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د بحث نه د افغان استازي د وتلو خبر په داسې حال کې ورکړی شوی چې طالبانو خپل یو ترجمان سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د استازیتوب دپاره نامزد کړی دی او د ملګرو ملتونو نه یې غوښتلي چې هغې ته د جنرل اسمبلۍ په بحث کې د شرېکېدو موقع ورکړی شي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG