لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

21:03 20.8.2021

ملګري ملتونه: افغانان مرستې ته اړتیا لري، نړیواله ټولنه یې چې هېر نکړي

د کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېچ سي ار ویلي د غیر یقیني حالاتو سره مخامخ په مېلینونو افغانان امداد ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه چې په دې مهال د پامه ونه غورځوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه سږ کال ۵۵۰۰۰۰ افغانان چې ۸۰ فیصد پکې ښځې او ماشومان دې د جنګ دلاسه بې کوره شوي دي.

رپورټ وايي دغه نوي بې کوره شوي کسان د هغو دوه اشاره نهه مېلین افغانانو نه علاوه دي چې د ورستي حالاتو نه وړاندې خپلو کورونو په پرېښودو مجبور شوي دي.

19:28 20.8.2021

امریکايي ځواکونو د افغانستان نه ۹۰۰۰ کسان راوېستلي دي

کابل ته د طالبانو د رسېدو نه په وروسته ورځو کې امریکايي ځواکونو په مجموعي توګه ۹۰۰۰ کسان د افغانستان نه راوېستلي دي.

وایټ هاوس وویل یوازې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ۳۰۰۰ کسان د کابل حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر نه را و وېستل شو چې پکې امریکايي شهریان او افغانان شامل وو.

دغه کسان په ۱۶ پروازونو کې راوېستل شوي دي چې پکې د امریکې شهریان، د دوی کورۍ، د خطر سره مخامخ افغانان او د اېس ايي وي یا امریکې ته د مهاجرت خصوصي ویزو خواست کوونکي افغانان شامل وو.

وایټ هاوس د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې امریکايي پوځ د ۱۱ چارټر يروازونو مرسته هم کړې ده.

صدر بایډن
صدر بایډن

وایټ هاوس وویل د ۱۴ اګست راهسې امریکايي ځواکونو د افغانستان نه ۹۰۰۰ کسان راوېستلي دی.

هم د جمعې په ورځ به صدر جوبایډن په وایټ هاوس کې افغانستان نه د امریکايي شهریانو او افغانانو د انخلا په اړه وېنا کوي.

د کابل هوايي اډې امنیت امریکايي ځواکونو په خپلو لاسو کې اخیستی او صدر بایډن ویلي ترڅو ټول امریکایان د افغانستان نه نه وي راوېستل شوي امریکايي عسکر به په افغانستان کې موجود وي .

16:40 20.8.2021

صدر بایډن به افغانستان نه د امریکايانو او دافغانانو د انخلا په موضوغ خبرې کوي

د امریکې صدر جوبایډن به د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې افغانستان نه د امریکايي شهریانو او د دوی کورنیو، د مهاجرت خصوصي ویزو خواست کوونکو افغانانو اوکورنیو او د خطر سره مخامخ د نورو افغانانو افغانستان نه د وېستلو په اړه خبرې کوي.

د صدر بایډن د وېنا دپاره د واشنګټن په وخت د غرمې یوه بجې وخت ټاکل شوی دی.

15:57 20.8.2021

رپورټ: طالب وسله والو د افغان خبریال د کورنۍ غړی وژلی

طالب وسله والو د جرمني نشریاتي ادارې ډوېچې وېلی سره کارکوونکي افغان خبریال د کورنۍ یو غړي وژلی او بل یې زخمي کړی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه طالبانو د دغه خبریال په لټون کې کور په کور ګرځېدل خو هغه دا مهال په جرمني کې د مدیر یا اېډیټر په ډول خدمات ترسره کوي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په کابل کې مطبوعاتو ته وېنا کړې
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په کابل کې مطبوعاتو ته وېنا کړې

خبري ادارې د خبریال نوم نه دی څرګند کړی او ویلي یې دي چې د هغه د کورنۍ نور غړي پټ شوي دي.

د ډوېچی وېلی ډرېکټر جنرل پيټر لېمبرګ د خبریال د کورنۍ غړي په وژل کېدو خفګان څرګند کړو او ویې وېل دا څرګندوي چې د ادارې کارکوونکي او د دوی کورنۍ د څومره خطر سره مخامخ دي.

د رویټز ترمخه د ډوېچې وېلی د دریو نورو خبریالانو په کورونو هم چاپې وهل شوي دي.

په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې طالبانو په اړه اړه څه ویلي دي؟

نور کتل

XS
SM
MD
LG