لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لوګر کې موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي


اشرف غني
اشرف غني

د افغانستان په ختیځ لوګر ولایت کې د جمعې په ورځ موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل او د ۹۰ نه زیات نور کسان یې زخمیان کړل.

د افغانستان د داخله وزارت ترحمان طارق ارین وویل چاودنه د لوګر په مرکز پل علم کې د یوې مهمانخانې بهر وشوه. پل علم د کابل نه ۷۰ کلومېټره په شمال کې پروت دی.

د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت امریکاغږ ته وويل چې د موټر بم دغه چاودنه په داسې مهال وشوه چې خلکو روژه ماتوله.

که څه هم د چاودنې ‌ذمه واري چا په سمدستي توګه نه ده اخیستي خو چارواکو يې طالبان مسول وبلل.

ارګ په خپل بیان کې وویل د لوګر په چاودنه کې " د کانکور ازموینې د زده کوونکو په ګډون زموږ یو شمېر بې ګناه هیوادوال د روژه ماتي پرمهال شهیدان او ټپیان کړل."

د ارګ بیان وویل "جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، طالبان حتی په مبارکه روژه کې چې د رحمت او مغفرت میاشت ده زموږ د بې ګناه هیوادوالو له وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو له ویجاړولو لاس نه اخلي. طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسوول دي."

د ارګ په بیان د طالبانو دریځ نه لا و معلوم خو طالبان اکثر دعوه کوي چې په ملکي هدفونو حملې نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG