لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر غني، مایک پینس ته: د سولې په خاطر باید مهمې پریکړې وکړو!


په افغانستان کې د سولې راوستلو د هلو ځلو په لړ کې، افغان صدر، محمد اشرف غني، نن د امریکې د صدر له مرستیال، مایک پینس سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ـ ارگ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د صدر غني او ښاغلي پینس ترمنځ دغه ټلیفوني خبرې، د کابل پر وخت، نن د زیارت ـ پنجشنبې په ماښام شوي دي او پکې د امریکې د صدر مرستیال ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې د بهیر او د افغانستان د حکومت د پریکړو ملاتړ کوي.

صدر غني هم پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له مایک پینس سره په خبرو کې، دواړو خواوو د سولې د بهیر، انتخاباتو، د ترهگرۍ سره د مبارزې، او د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د اصلاحاتو په هکله بحث کړی دی.

ولسمشر غني زیاته کړې چې ښاغلي مایک پینس د سولې د راوستلو په لار کې د افغان حکومت کوښښونه ستایلي دي.

د ارگ په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان صدر، د امریکې د صدر مرستیال ته ویلي: «د افغانستان خلک هغه نقطې او پړاو ته رسیدلي دي چې سولې ته د رسیدو په خاطر باید مهمې پرېکړې ولرو.»

خو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وضاحت نه دی ورکړی چې د ولسمشر غني مقصد له دغو مهمو پریکړو، څه و؟

ښاغلي غني په دې وروستیو کې ویلي چې حاضر دی طالبانو سره مخامخ مذاکرات وکړي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په گډون، پر هرڅه ورسره خبرو ته کښیني. طالبان وایي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان نه ووځي.

د امریکې د صدر مرستیال، مایک پینس، په داسې حال کې له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کړي چې دوه اونۍ وړاندې تر دې یې د پاکستان له نگران وزیراعظم، ناصرالملک سره هم ټلیفوني خبرې کړې وې.

په هغو خبرو کې چې ښاغلي پینس د پاکستان له نگران وزیراعظم سره لرلې، په افغانستان کې د سولې له بهیر سره پر همکارۍ ټینگار شوی و.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG