لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د افغانستان د مصالحي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ کې افغان پلاوی به د ماسکو په غونډه کې شرکت کوي


افغان صدر اشرف غني ویلي کې طالبان تیار وي نو سبا انتخابات کېدلی شي
افغان صدر اشرف غني ویلي کې طالبان تیار وي نو سبا انتخابات کېدلی شي

په افغانستان کې د امن په موضع په ماسکو کې کېدونکي غونډه کې شرکت دپاره د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په شمول ۱۶ کسیز افغان پلاوی روس ته سفر وکړو.

طالبانو هم دغه غونډې ته د خپل لس کسیز پلاوي د لېږلو خبره کړې ده او په وینا یې، دوی هم په غونډه کې ګډون کوي.

د افغان حکومت په پلاوي کې د ملي مصالحې عالي شورا او سیاسي ګوندونو استازي هم شامل دي.

بلخوا ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې سوله یې ستره غوښتنه ده، خو پر اساسي قانون معامله نه کوي.

د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس چې د روسیې په کوربه توب او د امریکا، چین، افغان حکومت او طالبانو له ګډون جوړېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ټولو اړخونو ته بلنلیکونه استولي دي چې د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د خپل پلاوي د لېږلو خبره کړې . د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د مسکو په غونډه کې د هېواد د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د یادې شورا غړي او یو شمېر نور سیاسي مشران د مسکو غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شوي.

د ملي مصالحې عالي شورا د مطبوعاتو غړی اکمال ظاهر تره کی وایي "د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته لاړ او هلته به د افغان سولې په تړاوو په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون او خبرې وکړي په دغه کنفرانس کې جلالتماب پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی د سولې په چارو کې د دولت وزیر کریم خلیلي مارشال دوستم همدا رنګه حبیبه سروبي او یو شمیر نور سیاسي مشران ګډون لري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مسکو او ترکیې غونډې د دوحې د غونډو او مذاکراتو بدل نه دي، بلکې په دوحه کې به مذاکرات په خپل حال روان وي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دواړه جوړېدونکي کنفرانسونه د دوحې د بهیر بشپړوونکي دي او تمه ده چې د سولې هڅې ګړندۍ شي.

افغان سولې لپاره د امريکا استازي کابل ته د خپل سفر د پايلو په تړاو خپاره کړي ټويټري پيغام کې ويلي دې حقيقت هڅولى چې ټولو افغان سياسي څېرو د سولې د بهير چټکولو په تړاو د هلو ځلو تاييد او ملاتړ وکړ.

ښاغلي خليلزاد زياته کړې" ټول سياسي شخصيتونه په دې هم سلا شول د يوه سياسي حل او تلپاتې اوربند لپاره راتلونکو نړيوالو غونډو کې ګډون وکړي او يا خپل استازي ورلېږي. "

د سیاسي چارو شنونکی فضل الرحمن وریا وایي دغه شپاړس کسیز پلاوی دلته په خپل منځ کې همغږي نه درلوده د یو بل په مقابل کې ولاړ وو او دا به شوني نه وي چې دوی به په مسکو کې په یوه غږ باندې خبرې وکړي.

وریا زیاتوي" دغه پلاوی د ټول افغانستان او ولس څخه استازیتوب نه شي کولی،تنها دوی د کابل ادارې او خپلې ادارې څخه استازیتوب کولی شي او د دوی شتون به تر ډیره تاثیر ګذاره او څنډه کې وي."

ددې تر څنګ ولسمشر غني بیا تېره ورځ په بهرنیو چارو وزارت کې یوه کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې ملاتړی دی خو ددې ملاتړی نه دی چې له ټاکنو پرته دې واک بل چا ته وسپاري.

د ولسمشر په وینا: "که طالبان وغواړي، همدا سبا هم ټاکنې کېږي. خو د اساسي قانون پر بنسټ له خلکو د رایې حق باید وا نه خیستل شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG