لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:ځانمرګۍ برید کې د ۳ امنیتي عسکرو په شمول ۵ تنه وژل شوي


د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښارکې د ملي امنیت دسفر ۲ په سرتیرو د جمعې په ورځ یو ځانمرګي برید ترسره شوی چې پکې پینځه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د جمعې په ورځ امریکا غږ ډیوې ته ویلي چې دغه بریدد غرمې وروسته دوه بجې د ښار په څلورمه ناحیه کې د صفر دوه د موټرو په کاروان ترسره شوی.

نوموړي زیاته کړه دشوي برید له امله ۲ تنه ولسي وګړي او۳ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

خوګیاڼي وویل:٫٫ متاسفانه په دې ځانمرګۍ او تروریستي برید کې دوه تنه ملکي کسان چې یو پکې ماشوم دی وژل شوي، ۱۱ تنه ټپيان دي او همداراز په پیښه کې دصفردو ځواکونو ۳ منسوبین هم وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.٬٬

د پیښې مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

د جمعې په ورځ په ننګرهار کې دا برید په داسې حال شوی چې پرون په دې ولایت کې د داعش ډلې ۷۲ کسان چې ۳۵ ماشومان ۱۹ بهرنی ښځې او ۱۸ نارینه په کې شامل و افغان حکومت ته تسلیم شوي.

په ننګرهار کې نن دا برید په داسې مهال شوی چې تیره اونۍ کې د افغانستان په ننگرهار، او د پاکستان په سيند او پښتونخوا صوبو کې نزدې ۸۵ کسان وژل شوي چې ټول پښتانه وو، څیړونکي وايي د دوه لسیزو نه زیاته موده وشوه چې د وژنو دا لړۍ نه ودریږي.

په ټولڼیزو رسنیو تازه وژنو ته بې رحمه وژنې ویل شوي. ځیني سیاسي کارکنانو د خواشینیو ښودولو ترڅنگ په دغو وژنو د سیاسي او مذهبي مشرانو په خاموشه پاتې کیدلو پورې طنزیه ټویټونه اوسوالونه هم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG