لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو وایي طالبان باید په دې پوه شي چې د جگړې په میدان یې نشي گټلی


د شمالي اټلانټیک د تړون تنظیم یا ناټو د غړو هېوادونو مشرانو، په لندن کې د ناټو د سرمشریزې دوه ورځېنۍ غونډه کې یوځل بیا ټینگار کړی چې په افغانستان کې د اوږدې مودې امنیت او ثبات ساتلو ته ژمن دي.

د ناټو عمومي منشی ینس سټولټبرگ هم نن د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مونږ ژمن یو چې د افغانستان مرستې ته دوام ورکړو، ځکه قوی باور لرو بهترینه لاره چې ناټو کولای شي د سولې له هڅو ملاتړ وکړي، هغه د افغان امنیتي ځواکونو روزل، ورته مشوره ورکول، او ورسره مرسته کول دي، څو طالبان وپوهیږي چې د جنگ پر میدان یې نشي گټلی."

بل پلو په کابل کې د افغانستان دپاره د ناټو جگپوړی غیرپوځي استازی، نیکولاس کې، وایي چې هیله من دی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به بېرته پیلې شي.

نیکولاس کې د نهې/سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "هر افغان د سولې تږی دی او رېښتونې دعا کوي چې په ٢٠٢٠ کې هغه پرمختگ وگوري چې مونږ یې غواړو."

په افغانستان کې د ناټو غیرپوځي استازی نیکولاس کې
په افغانستان کې د ناټو غیرپوځي استازی نیکولاس کې

د افغانستان دپاره د ناټو غیرپوځي استازي زیاته کړه چې طالبان باید جوړجاړي ته تیار شي، او د تشدد کمېدو ته غاړه کېږدي.

د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم نن په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي دي. افغان حکومت وایي چې په دې لیدنه کې، ولسمشر غني یوځل بیا د سولې د مذاکراتو دپاره، د ډزبندۍ پر شرط او همدا راز له افغانستانه بهر د طالبانو د پټو مرکزونو پر له منځه تللو ټینگار کړی دی. که څه هم د حکومت په بیان کې د کوم ملک نوم ندی اخیستل شوی، خو افغانستان همیش پاکستان په دې تورن کړی چې افغان طالبانو ته یې پټ مرکزونه ورکړي دي، خو پاکستان دا دعوه ردوي.

ناټو په داسې حال کې د افغانستان په وړاندې د خپلې دوامدارې مرستې او ملاتړ خبره کړې چې د افغان سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د سولې د خبرو دپاره یوځل بیا هڅې پیلې کړي دي.

په واشنګتن کې د نړیوالو چارو یو کارپوه محمد هاشم وحدت‌یار امریکا غږ ـ ډیوه ته وویل چې د افغانستان اړوند د ناټو هره فیصله، د واشنگټن په پرېکړې پورې اړه لري، ځکه د ښاغلي وحدت‌یار په وینا، "د ناټو ۸۰ فیصده لګښت امریکا ورکوي او د ناټو د ۳۹ غړو هیوادونو چی ۱۷۰۰۰ سرتیري په افغانستان کی لري، ۷۳ فیصده سرتیری یی امریکایان دي. او د دغه سازمان پرېکړو (فېصلو) او لومړیتوبونو کې هم واشنګتن رغنده رول لري."

په واشنگټن کې سیاسي څېړونکی محمد هاشم وحدت‌یار
په واشنگټن کې سیاسي څېړونکی محمد هاشم وحدت‌یار

د شمالي اټلانټېک د دفاعي تړون تنظیم یا ناټو د جوړېدو، اویا (٧٠) کاله پوره شول، او د دې کلیزې د لمانځلو په خاطر، د ناټو د غړو هېوادونو مشران په لندن کې سره راغونډ شوي دي. که څه هم دا ناسته د ناټو د اویا کلن کېدو په ویاړ جوړه شوې، خو هدف یې دا هم دی چې د غړو هېوادونو مشران، د دې ائتلاف د مظبوطه کولو دپاره فیصلې وکړي.

ناټو، چې اوس یې د غړو هېوادونو شمېر ٢٩ ته رسیږي، په ١٩۴٩ کې جوړ شو او هغه مهال یې هدف دا و چې د پخواني شوروي اتحاد د گواښ په وړاندې د یورپ دفاع او ساتنه وکړي.

اوس مهال د ناټو تر ټولو ستر بهرنی ماموریت، په افغانستان کې دی. ناټو پوځیان په دې ماموریت کې چې د رېزېلوټ ساپورټ یا غوڅ ملاتړ په نوم یادیږي، افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو، تعلیم ورکولو، او مدد ورکولو په برخو کې مرسته کوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG