لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لندن کې د نېټو هېوادونو د مشرانو غونډه ـ نېټو وایي افغان ماموریت ته به دوام ورکړي


د نېټو د اویایمې کلیزې په ویاړ سرمشریزه غونډه په لندن کې جوړه شوې ده

د شمالي اتلانتیک د دفاعي تړون تنظیم یا نېټو د جوړېدو، اویا (٧٠) کاله پوره شول، او د دې کلیزې د لمانځلو په خاطر، د نېټو د غړو هېوادونو مشران نن په لندن کې سره راغونډ شوي دي. که څه هم دا ناسته د نېټو د اویا کلن کېدو په ویاړ جوړه شوې، خو هدف یې دا هم دی چې د غړو هېوادونو مشران، د دې ائتلاف د مظبوطه کولو دپاره فیصلې وکړي.

د نېټو جنرل سکرېټري ینس سټولټنبرگ وایي چې ناټو مشران به په دې ناسته کې د ترهگرۍ پرضد جگړې کې د نېټو پر کردار وغږیږي، چې په دې کې به د افغانستان ماموریت هم شامل وي.

سټولټنبرگ په افغانستان کې د سولې د خبرو هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې نېټو به سولې ته د شرایطو د برابرولو دپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نېټو، چې اوس یې د غړو هېوادونو شمېر ٢٩ ته رسیږي، په ١٩۴٩ کې جوړ شو او هغه مهال یې هدف دا و چې د پخواني شوروي اتحاد د گواښ په وړاندې د یورپ دفاع او ساتنه وکړي.

اوس مهال د نېټو تر ټولو ستر بهرنی ماموریت، په افغانستان کې دی. نېټو پوځیان په دې ماموریت کې چې د رېزېلوټ ساپورټ یا غوڅ ملاتړ په نوم یادیږي، افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو، تعلیم ورکولو، او مدد ورکولو په برخو کې مرسته کوي.

په افغانستان کې نېټو ځواکونه اوس مهال د افغان ځواکونو په روزنه او مرستې بوخت دي
په افغانستان کې نېټو ځواکونه اوس مهال د افغان ځواکونو په روزنه او مرستې بوخت دي

په همدې مهال، د جرمني د دفاع وزیره، چې ملک یې د نېټو غړی دی، نن د گل/دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړه او په افغانستان کې یې د نېټو د ماموریت د مودې غځولو غوښتنه وکړه.

د جرمني د دفاع وزیرې انېگرت کرامپ ـ کارېنباور زیاته کړه چې هغه په افغانستان کې د نېټو په چوکاټ کې د جرمني قواوو د ماموریت مودې د غځولو ملاتړ کوي. اوس مهال څه باندې یو زر جرمني عسکر په افغانستان کې مېشت دي.

د نېټو سرمنشي ینس سټولټبرگ د لندن له سرمشریزې مخکې یو ځل بیا په افغانستان کې د دې ائتلاف د ماموریت پر اهمیت ټینگار وکړ او ویې ویل: "افغانستان د نېټو قوت ښکاره کوي، اتحادیان سره موټي کوي، شریکان سره راغونډوي څو دا مشترکه ستونزه آواره کړي چې افغانستان یوځل بیا د نړېوالو تروریستانو دپاره امن ځای ونه گرځي."

هغه زیاته کړه، دا "زښته زیاته ضروري" ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې د بېخ اخیستو مخه ونیول شي. خو هغه د طالبانو په اړه د سولې خبرو ته خوشبیني څرگنده کړه.

سټولټنبرگ په پای کې وویل چې د نېټو پیغام د افغانستان په اړه دا دی: "مونږ ژمن پاته یو، مونږ به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو، خو البته چې مونږ د سولې او د سیاسي روغې جوړې د هر ډول کوششونو هرکلی هم کوو."

په واشنګتن کې د نړیوالو چارو یو کارپوه محمد هاشم وحدت‌یار امریکا غږ ـ ډیوه ته وویل چې د افغانستان اړوند د نېټو هره فیصله، د واشنگټن په پرېکړې پورې اړه لري، ځکه د ښاغلي وحدت‌یار په وینا، "د نېټو ۸۰ فیصده لګښت امریکا ورکوي او د نېټو د ۳۹ غړو هیوادونو چی ۱۷۰۰۰ سرتیري په افغانستان کی لري، ۷۳ فیصده سرتیری یی امریکایان دي. او د دغه سازمان پرېکړو (فېصلو) او لومړیتوبونو کې هم واشنګتن رغنده رول لري."

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG