لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ختیز افغانستان کې د نیټو عسکر وژل شوی

د کال ٢٠١۴ تر اخره پورې به زیاتره امریکائي عسکر د افغانستان نه ستانه شي
د کال ٢٠١۴ تر اخره پورې به زیاتره امریکائي عسکر د افغانستان نه ستانه شي
د افغانستان په ختیز کې په یوه حمله کې د نیټو یو عسکر وژل شوی دی.
ائیساف خپل بیان کې ویلي د نیټو په عسکر په وړه وسله حمله شوي ده. د وژل شوي عسکر د قامیت او نه د پېښې په هکله نور څه تفصیل ورکړی شوی دی.
کال ٢٠١۴ تر اخره پورې زیاتره خارجي ځواکونه د افغانستان نه بیرته تلونکې دي. په افغان او خارجي ځواکونو د افغانستان په مختلفو برخو کې وخت په وخت حملې هیواد کې د امنیت په هکله اندیښنې راپورته کوي.
تجزیه کار دا پوښتنې هم کوي چې ایا د خارجي عسکرو د بیرته تگ ورستو افغان ځواکونه د هیواد امنیت پرځائې ساتلو او یا د طالبانو د حملو مخه نیولو صلاحیت لرلې شي او که نا؟
د خارجي او امریکائي ځواکونو افغانستان نه د ستنیدو تر څنگ راتلونکی لږ وخت د افغانستان د ائنده د پاره ډیر حساس گڼلی کیږي. راتلونکې کال کې د افغانستان کې صدارتي انتخابات هم کیدونکې دي.
افغان ځواکونو نه انتخابات د پاره د امنیت امید هم کیږي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG