لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو پلان نه لري


FILE - Commander of NATO Resolute Support forces and United States forces in Afghanistan, U.S. Army General John Nicholson walks during a change of command ceremony in Resolute Support headquarters in Kabul, Afghanistan, March 2, 2016.
FILE - Commander of NATO Resolute Support forces and United States forces in Afghanistan, U.S. Army General John Nicholson walks during a change of command ceremony in Resolute Support headquarters in Kabul, Afghanistan, March 2, 2016.

د ناټو د نظامي کمیټۍ مشر پیټر پاوال ویلي د ناټو نظامي مشران د اوس لپاره په افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو پلان نه لري.

پیټر پاوال، د ناټو د نظامي کمیټې رئیس وویل «د ناټو په غړو هیوادونو کې عمومي نظر موجود دی چې په افغانستان کې باید په اوسني شمیر کې (د ناټو) عسکر موجود وي.»

هغه وویل چې «تر اوسه شرایط اماده نه دي،» چې ناټو دې د افغانستان نه خپل عسکر وباسي.

د امریکا د جمهور رئیس پلان دا دی چې په افغانستان کې به د روان کال تر اخره پورې د خپلو عسکرو شمیره د ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ پورې راکمه کړي.

خو اوس د امریکا حکومت په دې کار کوي چې آیا د پلان په مطابق خپل عسکر په افغانستان کې کم کړي او که په اوسني شمیر کې عسکر هلته پریږدي .

د ناټو یوه چارواکي وویل: «موږ [د امریکا] نهايي تصمیم ته انتظار یو چې موږ وګورو چې څه وکړو.»

ښاغلي پاوال ویلي دي چې دوی به شرایطو ته په کتو سره اقدام وکړي.

د ناټو نوی عمومی قوماندان، امریکايي جنرال کرټس سکېپراټي ویلي دي چې اول باید افغان ځواکونه په خپلو پښو ودریږي چې بیا افغانستان د تروریستانو په ځالې بدل نه شي.

یادگیرنه: دا خبره د وي او ای اشنا د ویب پاڼې نه اخیستل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG