لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېن ډي اېس ـ افغانستان: په پکتیا کې مو د حقاني شبکې گڼ شمېر قوماندانان ووژل


افغان چارواکي وایي د حقاني ډلې قوماندانان یې، د پکتیا ولایت په جاني خیل ولسوالي کې و‏ژلي دي
افغان چارواکي وایي د حقاني ډلې قوماندانان یې، د پکتیا ولایت په جاني خیل ولسوالي کې و‏ژلي دي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست یا اېن ډي اېس ویلي چې ځانگړو ځواکونو یې د حقاني شبکې گڼ شمېر قوماندانان وژلي دي.

اېن ډي اېس، یا د افغانستان د ملي امنیت ریاست، په یوه تازه جاري شوي بیان کې ویلي چې ځانگړو ځواکونو یې، د حقاني شبکې ١٦ قوماندانان وژلي دي. په بیان کې راغلي چې دغه عملیات د پکتیا ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې ترسره شوي، او په ترڅ کې یې، د ١٦ وژل شوو کسانو ترڅنگ، د حقاني شبکې ١١ تنه نور قوماندانان ټپیان شوي هم دي.

اېن ډي اېس زیاته کړې ده چې په وژل شویو کې حاجي ملا، ملا اسد، فدایی، خطرناک او ایوبی په شان د حقاني شبکې قوماندانان، او د قوماندان منیب د ترهگرې ډلې غړي، اجمل، قابل، نوراخیل، او حکمتي هم شامل دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست همدا شان ویلي چې خاصو ځواکونو یې د دښمن پنځه گاډي او نهه موټرسایکلونه هم ویجاړ کړي دي.

د پکتیا د والي ویاند، عبدالله حسرت، امریکا غږ ډیوه ته وویل چې په هغه ولایت کې زیاتره طالبان، د حقاني شبکې پورې اړه لري.

د پکتیا جاني خیل ولسوالي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او د خوست ولایت سره گډه پوله لري. دغه ولسوالي په تېرو دوو کلونو کې، څو څو ځلي د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو بیرته حکومتي قواوو آزاده کړې ده.

د پکتیا د والي ویاند وایي چې د جاني خیلو په گډون، د پکتیا ولایت د ټولو ولسوالیو مرکزونه د حکومت په لاس کې دي، خو د زرمت ولسوالۍ په څېر داسې سیمې شته چې طالبان هلته پراخ نفوذ لري.

څو ورځې وړاندې، د پکتیا ولایت امنیتي چارواکو ویلي و چې د هغه ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اړوند د خړو په سیمه کې هم په یوه هوايي برید کې ۶ وسله وال ووژل شول.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG