لاس رسیدونکی لینک

 
په افغانستان او پاکستان کې پښتنې مېرمنې ولې په هدف کېږي؟
تازه خبر

په افغانستان او پاکستان کې پښتنې مېرمنې ولې په هدف کېږي؟


داعش وسله والې ډلې نه یوازې د انعکاس خبریالانو بلکې په ننګرهار کې د یوې مېرمنې ډاکټرې د وژلو مسولیت منلی دی
داعش وسله والې ډلې نه یوازې د انعکاس خبریالانو بلکې په ننګرهار کې د یوې مېرمنې ډاکټرې د وژلو مسولیت منلی دی

د مارچ په دویمه نېټه د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې د انعکاس درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې. د انعکاس په کارکوونکو دا لومړی برید نه وو. له دې ترمخه په ډیسمبر میاشت کې د انعکاس خبریاله ملاله میوند ووژله.

داعش وسله والې ډلې نه یوازې د انعکاس خبریالانو بلکې په ننګرهار کې د یوې مېرمنې ډاکټرې د وژلو مسولیت منلی دی.

مرسل واحدي، سعدیه سادات او شهناز روفي په یوه ځای په جلال اباد کې د دفتر نه کور ته د تګ به غرض ووتلې خو په بېلا بېلو حملو کې ووژل شوې.

د سعدیې کورنۍ وايي چې هغې تر څوارلسمې ټولګۍ زده کړې کولې او غوښتل یې د حقوقو پوهنځی ولولي، خو د هغې معاش کم و او دغه ارمان یې پوره نشو.

سعدیه د یوې غریبې کورنۍ غړې وه او د مور د ناروغۍ لپاره یې له دفتره د دریو میاشتو پیشکي معاش هم اخیستی و چې هغه پور پرې لا هم پاتې دی.

روښان، د سعدیه ورور وايي د سعدیې د ژوند پاچاهي ريښتیا هم ړنګه شوه او په کارخونه کې یې وروستی لاسلیک هم همکارانو ته یو دردناک یادګار شو.

د نوم نه ښودلو په شرط د وژل شوو جینکیو پخوانۍ همکاره چې د امنیتي ستونزو له کبله یې خپل دنده پريښوه د خپلو وژل شوو خوندکیو په هکله وویل: " مرسل ډیره هیله لرله چې لوړې زده کړې وکړي خو دا ارمان یې ګور ته ویوړو. "

د ۲۱ کلنې مرسل پلار وحیدالله خوږګیاڼۍ وايي د هغې د همکارې ملالۍ د وژل کیدو وروسته یې ورته د کار پریښودو وویل خو هغې انکار وکړ. "د مرسل جانې هیله وه چې یوه خبریاله شي او د دې لپاره یې زده کړې وکړې او بیا یې انعکاس کې کار پېل کړ".

همداراز په جلال اباد کې د مارچ په څلورمه نیټه یوه ډاکټره ووژل شوه چې هم ذمه واري یې داعش په غاړه واخیسته.

تېر کال هم ګڼ شمېر نورې داسې فعالې مېرمنې ووژل شوې لکه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن کارکوونکې فاطمه نتاشا خلیل، جنرل شرمیلا فروغ چې د ملي امنیت د جنډر څانګې مشره وه او ډېره موده یې د تښتونو په ضد څانګه کې او د جرایمو د نیټورک په ضد کار کړی وو، مریم نورزاد ده چې د دایې یا قابلې په توګه یې په وردګو او بامیانو ولایتونو کې کار کړی وو، 23 کلنه افسره فاطمه رجبي، 35 کلنه فرشته ده چې په کندهار کې یې د زندان د محافظې په توګه کار کاوه او د جمهوریت لپاره کارکونکې 29 کلنه فرشته کوهستانۍ چې کاپیسا ولایت کې ووژل شوه.

پر ښځو د بریدونو دا لړۍ نه یوازې په افغانستان کې روانه بلکې په دې وروستیو کې د افغانستان پولې سره نژدې د پاکستان په خېبر پښتونونخوا صوبه کې هم هدفي وژنې ډ‌ېرې شوي او دا وژنې یو بل ته ډیر ورته والی هم لري.

د فبرورۍ په ۲۲ نیټه په شمالي وزیرستان کې د یوې غیر دولتي موسسې څلور ښځینه کارکوونکې د وسلوالو په ډزو ووژل شوې.

د دې ښځو نومونه ناهید، ارشاد، جویریه او عایشه ښودل شوي دي.‌ د راپور له مخه چې دا مېرمنې ټولې د بېوزله کورنیو وې او په ورځنۍ مزدورۍ یې یوې موسسې سره کار کاوه.‌ دوی په سیمه کې ځایي ښځو او نجونو ته د خیاطۍ، لاسي صنایعو او سینګار برخه کې روزنه ورکوله.‌

که څه هم د ځینو پېښو مسولیت د داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی خو زیاتره د داسې پېښو مسولیت هم څوک په غاړه نه اخلي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG