لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د پاکستان او چین سره د درې اړخیزه غونډې په اړه خوشبېني څرګنده کړې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل، اسلا‌م‌ اباد او بیجینګ ترمنځ درې اړخیزه غونډه به د سولې او درې واړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لاپیاوړتیا لپاره اغیزناکه تمامه شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل، اسلا‌م‌ اباد او بیجینګ ترمنځ درې اړخیزه غونډه به د سولې او درې واړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لاپیاوړتیا لپاره اغیزناکه تمامه شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل، اسلا‌م‌اباد او بیجینګ ترمنځ درې اړخیزه غونډې د پایلو په اړه هیله مندي څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا د درې اړخیزو غونډو دوام دی او هڅه کېږي چې په سیمه کې پر روان وضعیت او ترهګرۍ ضد مبارزه خبرې وشي. دې غونډه کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو کېږي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی دا غونډه د درې واړو هیوادونو ترمنځ د تروریزم سره د مبارزې،امنیتي همکاریو پراختیا د هوکړه لیک پر بنسټ جوړیږي.

د سیاسي چارو کارپوهان واي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا او د افغان سولې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوي خنډ ته په پاملرنې د دې غونډې جوړولو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل، اسلا‌م‌ اباد او بیجینګ ترمنځ درې اړخیزه غونډه به د سولې او درې واړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لاپیاوړتیا لپاره اغیزناکه تمامه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا د درې اړخیزو غونډو دوام دی او هڅه کېږي چې په سیمه کې پر روان وضعیت او ترهګرۍ ضد مبارزه باندې خبرې کیږي.

افغان حکومت وایي په دې غونډه کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو کېږي.

همدا راز د درېواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا هم ددې غونډې مهمه اېجنډا ده.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وایي چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران د تېرو غونډو د پریکړو د تعقیبولو، د باور فضا د رامنځ ته کولو، د ګډو ستونزو د له منځه وړلو لپاره ګډه هڅه ده.

هیواد په دې اړه وایي" دا غونډه د درې واړو هیوادونو ترمنځ د تروریزم سره د مبارزې،امنیتي همکاریو پراختیا د هوکړه لیک پر بنسټ جوړیږي. د سولې راتګ د یوې معنا لرونکي مذاکرې او سولې ته د رسیدو په موخه به پر مسایلو بحث وکړي."

هیواد په دې اړه وویل "چې له تروریزم سره مبارزه په افغانستان او سیمه کې د سولې ټینګېدل، د ترانسپورتي او سیمه‌ییزو پروژو د تطبیقولو په برخه کې د همکاریو پراختیا هم د دغې غونډې په اجنډا کې شامل دي او همدا شان د کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوی همکارۍ د غونډې برخې دی."

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې چین او پاکستان د افغان سولې په برخه کې اغېزناک هېوادونه بلل کېږي، خو افغان حکومت تر دې دمه هم د پاکستان همکاریو او ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او په دې باور دی چې پاکستانی لوری له سولې سره رښتینې همکاري نه کوي.

خو د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وایي د کابل، اسلام‌اباد او بیجینګ په ګډون تیرو درې اړخیزو غونډو ته په اشارې وايي چې په راتلونکې غونډه کې به هم درې خواوې په یو لړ مسلو "یوازې د کاغذ پر مخ" توافق ته ورسېږي.

ځلاند وایي "چین په دې وروستیو کې کوښښ کوي چې د افغانستان په مسله کې لا زیات ځواکمن کردار ولوبوي په سیمه کې د اقتصادي پر مختګ، په سیمه کې د ترهګرۍ د ځلو د له منځه وړلو او ګډې همکارۍ لپاره دا غونډه جوړیږي. دلته تر ډیره د خپلو هیوادونو ګټې نظر کې نیول کیږي ولې د افغانستان له ټولو اړیکو ورهاخوا چې د ټولو افغانانو یوازینی هیله سوله ده ګاونډي هیوادونه چین، پاکستان او نور رښتیني همکاري نه کوي."

په داسې حال کې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پخوا له افغان چارواکو سره خبرو کې ویلي وو چې افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په دغه هېواد کې سوله او ثبات په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پام وړ اهمیت لري.

د کابل، اسلام‌اباد او بیجینګ ترمنځ دا غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره اړیکې پرې کړې دي.

که څه هم تراوسه په دې اړه د پاکستان رسمي پریکړه د افغانستان له حکومت سره نه ده شریکه شوې خو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې له ده سره د اړیکو پرې کولو پر ځای پاکستان باید له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي او د پاکستان په همکارۍ لا هم بې باوري په خپل ځای دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG