لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د سکولونو جینکو ته د میاشتینې عادت په اړه تعلیم ورکول کیږي


د افغانستان حکومت، د یونیسف موسسې په مرسته، د سکولونو جینکو ته داسې یو لارښود برابر کړی چې په هغه کې جینکۍ کولای شي د میاشتیني عادت په هکله معلومات ترلاسه کړي او خپلې روغتیا ته پام وساتي.

دغه لارښود، نن په کابل کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې اړوندو ادارو ته وروپیژندل شو. په دې غونډه کې د افغانستان د روغتیا او تعلیم وزیرانو، د صدر غني میرمن، او د یونیسف چارواکو گډون کړی و.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي چې «دغه لارښود په ښوونځيو کې د ځوانو نجونو زده کوونکو د روغتیا او سلامتیا لپاره د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه ترتیب شوی دی.»

د یونیسف موسسه وایي چې د وروستیو څیړنو له مخې، په افغانستان کې ٧٠ فیصده جینکۍ د خپل میاشتیني عادت (حیض) پر مهال، د شنډ کیدلو له ویرې ځانونه نه پریولي، او دا څرگندوي چې هغوی په دې هکله څومره لږ او ناسم معلومات لري. په افغانستان کې د یونیسف ادارې، د عامه پوهاوي دپاره یوه د کارټون ویډیو هم جوړه کړې او خپره کړې ده.

همدا شان گڼ شمیر جینکۍ چې کله یې میاشتینی عادت وي، نو سکولونو ته نه ځي او له دې امله ورته په تعلیمي چارو کې هم ستونزې پیدا کیږي.

په افغانستان کې د یونیسف استازې، میرمن عدیل خدر وایي چې میاشتینی عادت یا حیض، د هرې جینۍ یا ښځې دپاره د بدني ودې یوه عادي برخه ده. هغه زیاتوي: «مونږ باید په دې اړه شرم او چوپتیا لیرې کړو، او د هرې نجلۍ د عزت، صحت، تعلیم، او پیاوړتیا دپاره هغو ته د میاشتینې عادت په هکله لازم معلومات برابر کړو.»

د افغانستان د پوهنې وزارت او د یونیسف موسسې یوه مشترکه څیړنه څرگندوي چې: «د نجونو زده کوونکو شاوخوا ۵۰ فیصده یې د میاشتني عادت له پیل وړاندې په دې اړه هېڅ ډول مالومات نلري او هڅه کوي خپل عادت پټ وساتي.»

د افغانستان د پوهنې وزارت یو بیان هم جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې د جینکو د روغتیا ساتنې لارښود به د هېواد پر ټولو ښوونځیو (سکولونو) باندې وویشي او یو شمیر ښځینه ښوونکې به هم وروزل شي چې څنگه نویو پیغلو شاگردانو ته د میاشتینې عادت (حیض) په اړه معلومات ورکړي او ورزده کړي چې په هغو ورځو کې څنگه ځانونه پاک وساتي.

د افغانستان د حکومت او یونیسف دغه گډ کار، د فعالانو د هرکلي سره هم مخ شوی دی. د مثال په توگه، وژمه فروغ چې د ښځو د چارو یوه فعاله ده، پخپل ټویټر کې لیکلي چې: «د افغانستان د پوهنې وزارت او د یونیسف لخوا مهم کمپاین چې په کار ده ترویج شي او ملاتړ یې وشي.»

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG