لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر د ترهګرۍ بریدونو پړه پر پاکستان اچوي


د کابل په حمله کې وژل شوي کسان د اتوار، یکشنبې، په ورځ خاورو ته وسپارل شو
د کابل په حمله کې وژل شوي کسان د اتوار، یکشنبې، په ورځ خاورو ته وسپارل شو

په افغانستان کې د ورستیو خونړیو حملو ورسته، د هېواد د استخباراتي ادارې (ملي امنیت) مشر معصوم ستانیکزی پړه پر پاکستان اچوي او وایي پاکستان د امریکا او د نړي وال فشار بدل د افغان اولس نه اخلي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له (دي هند) انګرېزي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې افغان حکومت له تېرو اوولسو کلونو راهیسې په تکراري ډول وایي، چې په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو ځالې له پاکستانه دباندې دي، کرزی وایي ولسمشر ټرمپ تر اوسه یواځې بیانونه ورکړي دي، که غواړي د ترهګرۍ ستونځه حل کړي، نو د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځي په ضد دي عملي ګام واخلي.

د جنورۍ په ۲۱مه په کابل کې پر انټرکانټیننټل هوټل په برید کې د امریکایانو او نورو بهرنیانو په شمول ۲۲ تنه و وژل شول، تر هغه دوې ورځې وروسته د جنورۍ په ۲۴ په جلال اباد کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې موسسې (سېو دي چلډرن) پر دفتر برید وشو، چې ۵ کسان پکې و وژل شول او د جنورۍ په ۲۷ په کابل کې د ایمبولنس په وسیله یو بل خونړی برید وشو، چې ۱۰۳ کسان پکې و وژل شول او شاوخوا ۲۳۵ پکې ټپیان شول.

د دغو درو بریدونو ذمه واري وسلوالو طالبانو او داعش ډلې پرغاړه واخیسته.

خو افغان حکومت وايي چې دغه بریدونه حقاني ډلې تر سره کړي دي چې دوه کسان یې درې ورځې وړاندې په کورمه اېجنسۍ کې د امریکې په ډرون برید کې و وژل شول. پاکستان دا نه مني چې ګوندې د حقاني ډلې وسلوال د پاکستان په خاوره موجود دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د ولسمشر ټرمپ د ټویټ هرکلی وکړ، چې د شنبې د ورځې خونړی برید یې غندلی او ویلي یې دي چې طالبان به بریالیتوب ته پرېنږدي. ولسمشر غني هم ولسمشر ټرمپ ته باور ورکړی چې د سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ په ضد به جنګېږي. ترهګري او د ترهګرۍ ملاتړو ته به اجازه نه ورکوي چې غالب شي.

پاکستان هم د امریکې او ځینو نورو هېوادونو غوندې په افغانستان کې د ترهګرۍ وروستي بریدونه غندلي دي، خو پوښتنه دا ده چې آیا د پاکستان یواځې غندنې به پر وسلوالو څه اغېز وکړي، چې په افغانستان کې له ترهګرۍ لاس واخلي؟

سیاسي څېړونکي وایي په افغانستان کې وروستي بریدونه د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې عکس العمل ښکاري چې پر پاکستان یې د افغان طالبانو او حقاني ډلو د ځپلو لپاره فشار زیات کړ او پوځي مرسته یې ورباندې بنده کړه.

د افغانستان د استخباراتي ادارې (ملي امنیت) مشر معصوم ستانیکزی د ترهګرۍ د وروستیو بریدونو پړه پر پاکستان ور اچوي او وایي له کله راهیسې چې دغه هېواد تر نړیوالو فشارونو لاندې دی او ټینګار ورباندې کوي چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي، نو غچ یې له افغان ولسه اخلي.

د جنورۍ په ۱۶مه د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د (پیغامِ پاکستان) په نوم د شاوخوا ۱۸۰۰ دیني عالمانو نوې فتوا اعلان کړه چې په پاکستان کې یې ځانمرګي بریدونه او ترهګري د اسلام له رویه حرام وګڼل.

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستاني عالمانو دا فتوا غیراسلامي وګڼله، ځکه چې وایي که ځانمرګي بریدونه او ترهګري د اسلام له رویه حرام وي، نو اسلام تر یوه هېواد پورې محدود نه دی او لومړی باید په افغانستان کې حرام وګڼل شي.

سیاسي څېړونکي وايي د ترهګرۍ په وړاندې همدا د پاکستان محتاطانه رویه ده چې نه یواځې خپل دیني عالمان دې ته نه مجبوري چې په افغانستان کې هم ترهګري حرامه وګڼي بلکې د پاکستان د هغو عالمانو په ضد ګام نه اخلي، چې په ښکاره په افغانستان کې د روانې جګړې په ملاتړ د وسلوالو د پارولو لپاره فتواوې ورکوي.

په واشنګټن کې د امن انسټیټیوټ د اېشیا څانګې کارپوه اینډریو ویلډر وایي، په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو بریدونو یو هدف دا دی چې د خپل ولس په وړاندې د افغان حکومت قانوني حیثیت زیانمن کړي او په دې توګه د چارواکو او خلکو تر منځ بېباوري او فاصلې پیدا کړي.

د پاکستان انګرېزي ژبې ورځپاڼې د جنورۍ د ۲۸مې په سرلیکنه کې لیکلي، چې په افغانستان کې ممکن د وروستیو بریدونو غوندې نور بریدونه هم پلان شوي وو، چې افغان چارواکي یې باید د بهرنیو ځواکونو په مرسته د مخنیوي هڅې وړکړي. ورځپاڼه وړاندیز کوي چې پاکستان هم باید په دې برخه کې خپل نقش تر سره کړي، وایي که افغان حکوت ورسره د هغو وسلوالو په اړه استخباراتي مالومات شریک کړي، چې په وروستیو بریدونو کې لاس لري، نو پاکستان باید خپلې ممکنه هڅې وکړي، چې په افغانستان کې د نورو بریدونو مخه ونیول شي.

اوس انتظار دې ته دی چې پاکستان د امریکې، افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرله پسې ټینګار وروسته هم د هغو وسلوالو په ضد اقدام کوي که نه چې په دې هېواد کې د اوسېدو تور ورباندې لګېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG