لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان د پارلیمان غړي وايي ترهگر يي مشترک دښمن دي


Parliament House Islamabad
Parliament House Islamabad
د پاکستان په سفر تللی د افغانستان د پارلیماني یوې ډلې غړو د دواړو هیوادونو په منځ کې د ترهگرۍ خلاف په همکارۍ زور اچولی دی او ترهگر يي د افغانستان او پاکستان مشترک دښمن گرځولې دي.
د افغان پارلیمان غړو اسلام اباد کې د پاکستان پارلیمان غړو او د پاکستان حکومت چارواکو سره لیده کاته کړې دي. د شورو په ورځ پاکستان ته د افغان پارلیمانې ډلې د سفر په ختمیدو یوه مشترکه اعلامیه شائع کړی شوې ده.
مشترکه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان په منځ کې د ترهگرۍ خلاف، د تعلیم او اقتصاد په مد کې د اسلام آباد او کابل په د همکارۍ په سیوا کولو زور اچولی شوی دی.
اعلامیه وايي کال ٢٠١۴ کې افغانستان نه د امریکې جنگي ځواکونو بیرته تگ که یو خوا افغانستان او پاکستان د پاره مشکلات راپوته کوي نو بل اړخته ددواړو هیوادونو د پاره د همکارۍ او پرمختگ موقعې هم برابروي.
د افغانستان د پارلیمان غړي وايي دواړه هیوادونه باید ددغه مواقعو نه گټه پورته کړي.
د افغانستان د اولسي جرگې رکن میر ویس یاسیني چې د پاکستان په سفر د افغان پارلیمان ډلې غړی وو وايي افغانستان او پاکستان باید داسې همکاري ووکړي چې آئنده کې سیمه کې بل هیواد ته د ملکۍ کردار ادا ‍ضرورت را نشي. هغه وویل دواړه ورونړه هیوادونه خپل مسلې باید خپل منځو کې د اخبرو اترو د لارې حل کړي.
د افغان پارلیمان ډلې پاکستان ته د سفر په حقله نور تفصیل اسلام آباد کې د وائس اف امریکا ډیوه خبریال ارشد حسین رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00
Direct link

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG