لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د مهم پړاو په دویمه ورځ څه تیریږي؟


طالب استازي په قطر کې له زلمي خلیلزاد سره د روغبړ پر مهال

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي هیئت او د طالبانو استازي د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې د خبرو په اهم پړاو بوخت دي او ویل کیږي چې دا ځل به په خبرو کې لویې فیصلې کیږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اتم پړاو، پرون د خالي/شنبې په ورځ په قطر کې پیل شو. په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین وایي چې امریکاییان او طالبان پرون دوه ځله سره ولیدل او د ماخوستن تر ناوخته یې سره خبرې کولې.

نن د اتوار/یکشنبې په ورځ غونډه مازدیگر د پنځو بجو خواوشا پیله شوې ده چې لا دوام لري. طالبانو تر دې وړاندې د سهار لخوا خپل منځي مجلسونه کول.

سربیره پر دې، ویل کیږي چې طالبان د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي هیئت ترڅنگ، په قطر کې د یو شمیر نورو هیوادونو له راغلو هیئتونو سره هم گوري.

د طالبانو یو مرکچي، مولوي شهاب الدین دلاور ویلي چې له امریکا سره یوې موافقې ته د رسېدو امکان ډېر دی، دوی ډېر هیله مند دي او کله چې موافقه وشي، نو هغه به د نړېوالو شاهدانو په مخ کې امضا کړي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین هم د وي او اې خبریال ایوب خاورین ته ویلي چې د نن ورځې د غونډې ټول ترکیز به له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو پر مهال ویش یا زمانبندۍ وي.

بل پلو امریکایي استازي زلمي خلیلزاد بیا د دې خبرو د بریالیتوب دپاره خوشبیني ښودلې، خو دا یې هم ویلي چې له طالبانو سره د امریکایي ځواکونو پر وتلو خبرې نه کیږي، بلکې له افغانستان نه به د امریکایي پوځیانو وتل، شرایطو ته په کتو سره وي. امریکایي چارواکي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمیر د کمولو خبره کوي، خو طالبان له افغانستانه د ټولو امریکایيانو پر وتلو ټینگار کوي.

واشنگټن پوسټ اخبار هم په دې وروستیو کې لیکلي و چې امریکا حکومت په پام لري له افغانستان څخه خپل خواوشا شپږ زره عسکر راوباسي.

د یو بل خبر له مخې، د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې خپله پوځي مداخله کمول غواړي. ښاغلي پمپیو دا خبره د اتوار/یکشنبې په ورځ د آسترالیا په سیډني ښار کې د هغه هېواد له چارواکوسره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړه، او هیله یې وښوده چې د افغانستان مسئله له دیپلوماتیکې لارې حل شي.

په همدې حال کې د آسترالیا د دفاع وزیرې لېندا رینولدز وویل چې لا یې په افغانستان کې د خپل موقف په اړه کومه نوې پرېکړه نه ده کړې، خو دا ټېنګار یې وکړ هره پرېکړه چې کوي د افغان حکومت په غوښتنه به یې کوي.

XS
SM
MD
LG