لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پمپیو په قطر کې: که مونږ ټول یوځای کار وکړو، ډېر به پیاوړي یو


د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو وایي په منځني ختیځ کې د امریکا د څلورو اتحادیانو لخوا له قطر سره پرېکون (بایکاټ)، ډېر له حده زیات اوږد شو، خو نوموړي داسې کوم څه ونه ویل چې وښیي د قطر او څلورو نورو عربي ملکونو ترمنځ په اړیکو کې دې څه غټ بدلون راشي.

مایک پامپیو چې د منځني ختیځ د نهو ملکونو په دوره تللی دی، د یکشنبې یا اتوار په ورځ قطر کې تم شو او پخپل بیان کې یې یو ځل بیا ټینگار وکړ چې د امریکې او قطر ترمنځ اړیکې خورا پیاوړې دي.

قطر په خلیج کې یو وړوکی، خو د تیلو د زیرمو له اړخه ډېر شتمن عربي هیواد دی چې په سیمه کې د امریکا ملگری گڼل کیږی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سرښار، دوحه کې وویل: "مونږ ټول چې سره یو ځای کار وکړو، ډېر پیاوړي یو. هغه ملکونه چې مشترکه هدفونه لري، ترمنځ یې شخړې هیڅکله گټه نه لري."

هغه زیاته کړه چې له قطري چارواکو سره یې د العُـدَید هوایي اډې د ترمیم او پراختیا په اړه یو تړون هم لاسلیک کړی دی. په العدید اډې کې خواوشا ١٠ زره امریکایي پوځیان میشت دي.

بحرین، مصر، سعودي عرب، او متحده عربي اماراتو د ٢٠١٧ کال په جون میاشت کې له قطر سره پرېکون (بایکاټ) پیل کړ او پر هغه هیواد یې تور ولگاوه چې تندلارو ډلو سره مالي مرستې کوي او له ایران سره ډېرې جوختې اړیکې لري.

قطر دا الزام له ډېره وخته رد کوي چې گنې انتهایي پسندانو سره مالي مرسته کوي، خو له ایران سره په اوبو کې د تیلو غټه شریکه زیرمه لري چې له امله یې قطر په نړۍ کې شتمن هېواد گرځېدلی دی. قطر له ایران سره خپلې اړیکې ساتلي دي.

امریکا، که له یو اړخه د سعودي عرب ملگرې پاته شوې، د بل پلوه د قطر ملگری هیواد هم دی او نه غواړي چې د دغو دوو ملگرو هیوادونو ترمنځ یې اړیکې خرابې وي.

په همدې حال کې امریکا هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې سوله راشي او له دې امله یې له طالبانو سره خبرې اترې پیلې کړې دي. طالبان اوس مهال په قطر کې سیاسي دفتر لري، او څه موده وړاندې په ابوظبي کې یې هم له امریکایي مرکچي سره خبرې وکړې. که څه هم ویل کیدل چې هغوی به بل ځل په سعودي عرب کې لیده کاته ولري، خو دا لیدنه ونه شوه.

په پام کې ده چې پامپیو له قطر وروسته، د سعودي عرب په سفر ولاړ شي. د واشنگټن او ریاض ترمنځ اړیکې هم د خبریال جمال خاشقجي د وژل کیدو نه پس، د پخوا په شان پیاوړې نه دي پاته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG