لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یورپي اتحاد او کېنېډا: په بین الافغاني مذاکراتو به کلک نظر ساتو او آینده دریځ به مو د دې مذاکراتو په نتیجو پورې تړلی وي


انځور: په قطر کې د امریکاییانو او طالبانو ترمنځ تېرې شوې خبرې

یورپي اتحاد او کېنېډا په طالبانو غږ کړی چې سمدستي دې په افغانستان کې ډزبندي وکړي. هغوی دا هم وایي چې په بین الافغاني مذاکراتو کلک نظر ساتي او د دې مذاکراتو نتیجه به د افغانستان په اړه د نړېوالو آینده دریځ روښانه کړي.

یورپي اتحاد او کېنېډا په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه یو ګډ بیان جاري کړی او په هغه کې یې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د خلکو غوښتنې ته احترام وکړي او د ملګرو ملتونو د سکرېټري جنرل او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوښتنې په خیال کې ساتلو سره دې سمدستي بدون د قید او شرطه، په ټول افغانستان کې سرتاسري ډزبندي وکړي.

په افغانستان کې د یورپي اتحاد د ځانګړي ماموریت او د کېنېډا د سفیر په ګډ بیان کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ خپور شوی، راغلي چې ټول افغان سیاسي قوتونه دې د مخ ته راغلې موقع نه د یوې دوامداره سولې دپاره ګټه پورته کړي او پرته له ځنډه دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. بیان زیاتوي چې افغانستان د یوې "دوامدارې، منصفانه، او ټول شموله" سولې مستحق دی.

یورپي اتحاد او کېنېډا په دې بیان کې د سولې په لاره کې د اخېستل شویو ګامونو، په خاص ډول د افغانستان د حکومت له خوا د زرګونو طالب قیدیانو د خلاصون هرکلی کړی دی.

یورپي اتحاد چې د یورپ د اووه ويشتو (۲۷) ملکونو نه جوړه دی، په تېرو دوو لسیزو کې، د امریکا نه پس د افغانستان په بیارغاونه کې تر ټولو لوی کردار ادا کړی دی. د اتوار/یکشنبې ورځې په بیان کې راغلي، "په بین الافغاني مذاکراتو به زمونږ نظر وي چې دا مذاکرات د روغې جوړې، یو بل منلو، او ټول شموله روحیې سره مخ ته ولاړ شي، د ښکېلو اړخونو او د ټولنې د استازو ترمنځ یو منصفانه ډائیلاګ وي، او په کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون (آئین) او ادارو درناوی وشي، او همدا راز د افغانستان د نړېوالو تعهداتو یا ژمنو تداوم هم وساتل شي."

په بیان کې پر دې هم ټینګار شوی چې د افغانستان د سولې دپاره یوه سیاسي روغه جوړه باید د تېرو نولسو کلونو د بشري حقونو او ډېموکراسۍ (جمهوریت) د لاسته راوړنو حفاظت کړي او په دې کې "د بشر حقونه، د قانون حاکمیت، او جمهوري آزادۍ - په شمول د ښځو او جېنکو د حقونو او آزادیو زیاتېدونکی احترام - راځي."

یورپي اتحاد او کېنېډا دا ټینګار هم کړی چې په کار ده د مذاکراتو په ټولو اړخونو کې ښځې شاملې پاته وي. که څه هم کېنېډا او یورپي اتحاد خپلې دا ژمنې بیا تازه کړي چې دوی به د افغانستان ملاتړي پاته وي، خو په بیان کې یې دا روښانه کړې چې د دوی آینده مرستې او ملاتړ به په دې پورې اړه ولري چې د بین الافغاني مذاکراتو نتیجه څه وي.

د بیان په وروستنۍ برخه کې راغلي، "په افغانستان کې د طالبانو په شمول د سیاسي قوتونو له خوا د نن ورځې پرېکړې او ګامونه به د نړېوالې ټولنې د سبا ورځې پرېکړې او ګامونه روښانه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تمه کیږي ډېر ژر به په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي. طالبانو د دې مذاکراتو نه وړاندې، پخپل مذاکراتي ټیم کې ژور بدلونونه راوستل او عبدالحکیم حقاني یې د خپل مذاکراتي پلاوي مشر وټاکه. د دې ټیم مشري پخوا د شیر محمد عباس ستانکزي په غاړه وه چې پس له دې به هغه د مذاکراتي هیئت مرستیال پاته وي.

طالبانو همدارنګه د قطر دفتر د پخواني ویاند سهیل شاهین پر ځای د ډاکټر نعیم وردګ په نوم یو کس د قطر دفتر ویاند ټاکلی دی.

بل خوا اسوشېټډ پرس خبري اژانس د ځینو طالب سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو پلاوی پاکستان ته تر سفر وروسته له افغان حکومت سره د خبرو پیلولو لپاره د خالي/ شنبې په ورځ بیرته دوحې ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د ژر پېلېدو دپاره قطر ته سفر کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو په یو بیان کې چې د خالي یا شنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې افغانان د جنګ د ختمولو، د تشدد د کمولو او سیاسي روغې جوړې دپاره آماده دي.

د یادولو وړ ده چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل، په قطر کې د طالبانو او امریکا د لوظنامې یوه له څلورو مهمو برخو ځیني وه او په اول کې تمه وه چې دا خبرې د مارچ په میاشت کې شروع شي، خو د قیدیانو د خلاصون پر سر جنجالونه اوږده شول او دا خبرې تر اوسه څو څو ځله ځنډېدلي دي.

د افغانستان نایب صدر امرالله صالح د زیارت/پنجشنبې په ماخوستن طلوع نیوز ټلوېژن سره په خبرو کې وویل هغه شمېر طالب قیدیان چې فرانس او آسټرالیا یې د خلاصون په اړه اندېښمن و، اوس ټاکل شوې ده چې قطر ته ولېږدول شي او د قطر نه به بل ملک ته د سفر اجازت ونلري.

XS
SM
MD
LG