لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته د طالب استازو سفر به په افغان سوله کې مرسته ونکړي، د افغان صدر ترجمان وايي


د افغان طالبانو یو پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ کې په اسلام آباد کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره ولیدل
د افغان طالبانو یو پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ کې په اسلام آباد کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره ولیدل

د افغانستان صدر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې د پاکستاني چارواکو او طالب استازو وروستۍ غونډه د سولې پروسې سره کومه مرسته نه شي کولی.

د زیارت په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته ښاغلي صدیقي د پاکستاني چارواکو او د طالب استازو ترمنځ لیدنې ته په غبرګون کې وویل، چې دا ډول غونډې په افغانستان کې سوله نشي راوستلی.

ښاغلي صدیقي په دې خبره زور واچولو چې افغان حکومت تل له پاکستان نه غوښتي چې په خپله خاوره د طالبانو او ترهگرو خوندي پناه‌ ځایونه له منځه یوسي او د سیمې په امنیت کې مثبت رول ولوبوي. نوموړي وویل: "په خواشینۍ سره چې د پناه‌ ځایونو او مدرسو لویه برخه د پاکستان په خاوره کې ده".

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان افغان ولسمشر اشرف غني سره ژمنه کړې ده، چې په سیمه کې د امنیت د ټینګولو لپاره هڅه کوي، خو په عمل کې تر اوسه جدي اقدام نه دی کړی.

د طالبانو یو 12 کسیزه پلاوې د ملا غني برادر په مشرۍ د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه د پاکستان په سفر دې او د شورو په ورځ یی د دغه هیواد وزیراعظم عمران خان په گډون نورو جگپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

په افغانستان کې د۱۸کلنې جګړې پائ ته د رسولو په خاطر دتیرکال راهسې قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد په مشرۍ د امریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرې روانې وې اؤ تیره میاشت دواړو خواؤ د سولې یو غوڅ تړون باندې د متفق کیدو دعوه هم کړې وه .

په کابل کې دیو ځانمرګي برید نه وروسته چې دیو امریکایي عسکر په ګډون پکې ۱۲ کسان وژل شوي وؤ، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دې خبرو د ودرولو اعلان وکړو او ویلي و چې د سولې خبرې او ترهګریز بریدونه یو ځای دوام نه شي کولی.

د ملا غني بردار په مشرۍ کې د طالب مشرانو اسلام اباد ته سفر په داسې وخت کې کړې دې چې د افغانستان کې د سولې لپارهد امریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد هم پاکستاني چارواکو سره خبرو اترو لپاره پاکستان کې موجود دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG