لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کړکیچنو تعلقاتو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت کچه ټیټه شوي ده


په خېبر پښتونخوا کښې د کارخانه دارو او تاجرانو دفتر سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مشر زاهد خان شېنواري وېلي دي د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخیزه تجارت ٥٠٠ میلینه ډالره ته راپرېوتی دی.

زاهد شېنواري وايي د افغانستان او پاکستان خراب اړیکې د دواړو هیوادونو په تجارت کې د کمي بنیادي علت دی.

وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت زاهد شېنواري وویل چې نږدې دوه کاله وړانډې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت کچه ٢.٥ اربه ډالره (٢٥٠٠میلینه) ډالره وه. خو د تېرکال د پاکستان د سرکاري دستاویزاتو ترمخه دغه بیا ٩٠٠ میلینو ډالرو ته راټیټه شوې وه.

دی زیاتوي د تجارت د وزارت چارواکو ورته تېره میاشت په اسلام اباد کښې د ېوې غونډې په محال وېلي وو چې "اوس دافغانستان او پاکستان ترمنځه د دوه اړخیزه تجارت کچه یواځې ٥٠٠ مېلینه ډالره ته راپرېوتې ده."

زاهد شېنواري اندېښنه څرگنده کړې ده که د تاوجنو اړیکو وضیعت په خپل ځای پاتې وو نو لرې نه ده چې ټول تجارت به راتلونکو څو میاشتو کښې ٢٠٠ میلینو ته راپرېوزي.

زاهد شېنواري وايی نه پوهېږي چې د تورخم او د چمن دلارو د ناټوځواکونو سپلايي د معمول سره سمه روانه ده او څه ستونزه ورته نشته خو دواړو خواؤ ته هغه تجارت په ټپه کښېناستلو چې گټه یې عامو خلکو ته رسي.

د چېمبرصدر وايي د پاکستان مرکزي حکومت چارواکو ته یې د تجارتي اړیکو ښه کولو لپاره د خپل رول لوبولو وړاندیز کړې دې خو داسې ښکاري دواړو اړخو ته خبرې ډېرې خرابې شوي دي چې نږدې ورځو کښې یې د سمېدو امکان نکاري.

شېنوارې وايی چې افغانستان غواړي په تجارتي لوظنامه کښې هند هم شامل کړی شي او د هند مالونه هم دهند په گاډو کې ترکابل پورې لاړشي او دغه رنگه د افغانستان ټرکونه هم د پاکستان د لارې ترهند نوي ډیلي پورې خپل مالو ېوسي.

پاکستان د هند ټرانسپورټ ته د دومره ازادانه نقل وحرکت اجازت په خبره امنیتي اندېښنې لري او دریځ لري چې افغان ټرانسپورټ ېواځې تر لاهور واگه پورې د هند لپاره مالونه اوړلی شي خو اخوا نشي اوړېدلې.

د افغانستان تاجران وايي چې د مالونو بدلونه لپاره د ټرانسپوټ بدلولو سره د مالونو معیار او خرچه هغه نه پاتې کېږي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG