لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انقره :دپاکستان ، افغانستان او ترکي دمشرانو ليدنه


دوومې درې فريقي غونډې دپيل کيدو څخه دمخه پخپل مينځي اړيکو دخبرو اترو لپاره دترکي صدر عبدالله گل دپاکستان صدر اصف علي زرداري او دافغانستان صدر حامد کرزى دترکي د پايتخت انقرې په صدارتي محل کې ليدنه کړې ده.
دريواړو مشرانو پخپل مينځي اړيکو او سيمه ييز امنيت صورتحال خبرې اترې کړي دي.
غونډه کې دترکي وزيراعظم طيب اردگان هم موجود ؤ.
په دغه مهال دپاکستان صدر اصف علي زرداري وويل ددريواړو هيوادونو دمشرانو ترمينځ ليدنه په سيمه کې دامنيت او تحفظ لپاره زمونږ خواهش په ډاگه کوي.
هغه په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره دترکي دهڅو ستائينه وکړه.
له دې وړاندې دپاکستان صدر اصف علي زرداري او دترکي صدر عبدالله گل په دوه اړخيزه همکارۍ او نورو بيلا بيلو چارو په اړه خبرې اترې وکړې.
صدر زرداري وئيلي خوشحاله او باثباته افغانستان دپاکستان په گټه دى.
په عين حال کې په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن وائي افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره حقاني نيټ ورک سره هم خبرې اترې کيدى شي.
تيره اوونۍ دافغانستان داستخباراتي شبکې په مشر اسدالله خالد يو طالب جنگيالي دامن داستازي په شکل کې بريد ترسره کړى ؤ چې پکې هغه سخت ژوبل شوى ؤ، ددغه بريد په اړه افغان حکومت دريځ لري چې پلان يې دپاکستان په کوئټه ښار کې جوړ کړل شوى ؤ، خو دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف دشورو په ورځ دوفاقي کابينې غونډې ته دوينا په مهال وويل افغان حکومت دې ( په پاکستان ) دبې ځايه تورونو لگولو پځايې پخپل استخباراتي مشر دترسره شوي بريد په اړه ثبوت وړاندې کړي.
پاکستان افغان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې داستخباراتي شبکې دمشر لپاره داخستل شوؤ انتظاماتو گامونو جاج دې واخلي او افغان حکومت ته يې ددغه بريد په اړه پلټنو کې دهررقم مرستې باور ورکړى دى.
افغان چارواکي وائي دترکي دصدر عبدالله گل په مشرۍ دشورو په ورځ دترکي پايتخت انقره کې کيدونکې غونډه کې به افغان صدر حامد کرزى دپاکستان صدر اصف علي زرداري ته په اسدالله خالد دترسره شوي ځانمرگي بريد په اړه ثبوتونه او دستاويزات وړاندې کوي.
دکابل او اسلام اباد ترمينځ دامن دعمل پرمختگ لپاره دترکي، افغانستان او پاکستان ترمينځ دخپل نوعيت دغه اوومه غونډه ده.
څيړونکي وائي افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره پاکستان ته ديو مهم کردار ادا کوونکي هيواد په توگه کتل کيږي ، دافغان امن عمل دپرمخ وړلو په غرض دپاکستان حکومت تيره مياشت دخپلو بندي خانو څخه دمينځنۍ کچې خواؤشا 13 طالب جنگيالي خوشې کړي وؤ.
که هر څو دافغانستان امنيتي شورا او طالبانو پاکستان څخه دنورو طالبانو دخوشې کولو غوښتنه کړې خو پاکستاني چارواکو وئيلي دي دنور طالب جنگيالو دخوشې کولو انحصار به په دې خبره وي چې دوړاندې څخه خوشې کړل شوي دغه طالب مشران تر کومه حده دامن عمل پرمخ وړلو کې خپل کردار ادا کولى شي.
بلخوا برطانوي ميډيا سره مرکه کې پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن وئيلي دي چې دافغانستان دجوړجاړي دتگلارې اطلاق دحقاني نيټ ورک پشمول په ټولو ډلو کيږي، امريکا دترهه گرۍ په اړه پاکستان دخپلو تحفظاتو څخه خبر کړى دى.
هغه وويل دحقاني نيټ ورک پشمول دځينو ډلو په اړه امريکا تحفظات څرگند کړي او په دې اړه دمناسبو گامونو اخستل دپاکستان ذمه واري دي.
رچرډ اولسن وائي که چرې دسوات دطالبانو دپخواني مشر ملا فضل الله په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه شي نو امريکا دهغه په ضد کارروايۍ لپاره تياره ده.
هغه وويل په شمالي وزيرستان کې پوځي کارروايۍ کول دپاکستان کورنۍ معامله ده خو پاکستان دتندلاريتوب ترڅنگ دنورو چيلنجونو سره هم مخ دى.
دهغه وينا وه داسې کومه اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې چې گنې پاکستان ته داسامه بن لادن دموجوديت خبر ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG