لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیکا: دوزیرستان کډوالو په موټرماین چاودنه کړې،۵ تنه کډوال وژل شوي 


پکتیکا اوخوست ډیورنډ کرښې ته څیرمه دافغانستان هغه ولایتونونه دي چې په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرمهال د ضرب عضب عملیاتوله امله زرګونه متاثره شوي کورنۍ په کې د کډوالۍ ژوند مخ ته وړي
پکتیکا اوخوست ډیورنډ کرښې ته څیرمه دافغانستان هغه ولایتونونه دي چې په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرمهال د ضرب عضب عملیاتوله امله زرګونه متاثره شوي کورنۍ په کې د کډوالۍ ژوند مخ ته وړي

دپکتیکا ولایت سیمه ییزچارواکي وايي د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ترهګرو لخوا په سړک د ځای پرځای شوي ماین دچاودنې په پیښه کې د وزیرستان پنځه کډوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

رسنیو ته په استول شوي خبري پغام کې نن د دوشنبې یا دګل په ورځ دپکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین ویلي د وزیرستاني کډوالو په ډاډسن موټردمیان چاودنه پرون له غرمې مخکې دبرمل ولسوالۍ اړوند د مرغه سیمه کې شوې.

دارین په وینا په موټر کې دسپرو۷ کسانو څخه ۵ تنو یې خپل ژوند دلاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل ((:ترهګرو طالبانود ماین په چاودنه کې په برمل ولسوالۍ کې دشمالي وزیرستان بې ګنا ولسي خلک په نښه کړي دي،د پیښې قرباني شويو کسانو چې دامهال یې دافغانستان پکتیکا ولایت کې دکډوالی ژوند کا ود خیبر پښتونخوا دمیرانشاه سیمې اوسیدونکي دي.))

دطالبانو تراوسه د دې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.

پکتیکا اوخوست ډیورنډ کرښې ته څیرمه دافغانستان هغه ولایتونونه دي چې په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرمهال د ضرب عضب عملیاتوله امله زرګونه متاثره شوي کورنۍ په کې د کډوالۍ ژوند مخ ته وړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG